کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کورنيو چارو وزارت په وړانديز ١٤ ولايتونو ته نوي امنيه قوماندانان ټاکلي او د لسو نورو ولایتونو یې احتياط ته لېږلي دي.
په دې اړه د ولسمشر اشرف غني حکم نن (د غويي ٢٢مه) جاري شوى چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ده.
په دغه حکم کې کورنيو چارو وزارت ولسمشر ته د امنيه قوماندانانو د تغيير او تبديل وړانديز کړى چې د ولسمشر له خوا منظور شوی دی.
د دغه حکم له مخې، په کندوز کې د ٨٠٨ سپين زون قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د پوليسو ٣٠٣ زون ته تبديل شوى او مل پاسوال راز محمد د ٨٠٨ زون قوماندان ټاکل شوى دى.
سرچينې ز ياته کړې چې پاسوال عبدالباقي نورستانی د مل پاسوال عبدالحميد حميد پر ځاى د کندوز، پاسوال امين الله امرخېل د مل پاسوال محمد ايوب انصاري پر ځاى د هرات، مل پاسوال عبدالرحمن اقتاش د تخار د امنيه قوماندان، مل پاسوال اختر محمد نورزي د فيض الله جلال پر ځاى د خوست د امنيه قوماندان، پاسوال نبي جان ملاخېل د مل پاسوال دلاور شاه پر ځاى د فارياب د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم د عبدالرووف تاج پر ځاى د بادغيس د امنيه قوماندان په توګه، پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د عبدالخليل دستيار پر ځاى د سرپل امنيه قوماندان په توګه، د ميدان وردګو د امنيت امر محمد ابدالي د عصمت الله عليزي پر ځاى د لوګر د امنيه قوماندان، عبدالرووف اروزګاني د نبي جان ملاخېل پر ځاى د لغمان امنيه قوماندان، مل پاسوال حقنواز حقيار د محافظت عامه د مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په وړانديز شوو کسانو کې دغه راز سمونوال فريد مشعل د مل پاسوال محمد زمان پر ځاى د غزني د امنيه قوماندان، مل پاسوال محمد صابر د بدخشان د امنيه قوماندان، سمونوال سيد عباس سادات د نورستان د امنيه قوماندان په توګه، مل پاسوال غلام سخي غفوري د دايکنډي د امنيه قوماندان په توګه معرفي شوي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله جلال، د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج، مل پاسوال عبدالخليل د سرپل، لوى پاسوال عصمت الله عليزى د لوګر، مل پاسوال عبدالحميد حميد د کندوز، مل پاسوال دلاور شاه دلارو د فارياب، مل پاسوال محمد زمان د غزني، مل پاسوال عبدالخالق اقساى د بدخشان، مل پاسوال محمد ايوب انصاري د هرات او مل پاسوال محمد باقر مرتضوي ددايکندي امنيه قوماندان د عمومي پېژندتون ته د احتياط په توګه معرفي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن