لښکرګاه (پژواک، ۲۲ غويى ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
هلمند کې يوې باوري امنيتي سرچينې د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په نوروز کلي کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز ده وويل چې د همدې ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه کې هم د ملي درې سرتېري د طالبانو په بريد کې ټپيان شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په ګرشک کې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه په معلومه شوې نه ده.
ځواک وايي چې د ګرشک په دې جګړه کې شپږ طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
خو بل لور ته د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي پژواک ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په نوروز سيمه کې يواځې دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن