ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په استرالیا کې د ټپي او معیوبو سرتېرو نړیوالو سیالیو ته اته افغان لوبغاړي غوره شول

په استرالیا کې د ټپي او معیوبو سرتېرو نړیوالو سیالیو ته اته افغان لوبغاړي غوره شول

author avatar
12 May 2018 - 17:01
په استرالیا کې د ټپي او معیوبو سرتېرو نړیوالو سیالیو ته اته افغان لوبغاړي غوره شول
author avatar
12 May 2018 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): په اسټراليا کې د ټپي او معيوبو سرتېرو د ۲۰۱۸ کال د نه ماتېدونکو (Invictus Games ) په نوم نړيوالو سياليو لپاره په درېیو ورزشي څانګو کې اته افغان لوبغاړي وټاکل شول.

په تېره يوه مياشت کې ٤٠ لوبغاړو تر منځ بېلابېلې سيالۍ وشوې او ياد اته کسان نن په کابل کې په پايلوبه کې وټاکل شول.

د يادو لوبو مسوول بريدمل پيرمحمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پايلوبه کې شپږ کسان د ناستې واليبال او يو، يو کس د وزن پورته کولو او د کښتۍ چلولو لوبو لپاره وټاکل شول.

دغه اته کسان به د  ٢٠١٨ کال په اکتوبر مياشت کې د اسټراليا په سډني ښار کې په نړيوالو  ترسره کېدونکو لوبو کې برخه واخلي. په دغو لوبو کې به د نړۍ د ۱۸ هېوادونو نږدې ۵۰۰  لوبغاړي په ١١ ډوله لوبو کې ګډون وکړي.

په نننۍ ناسته کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرال جان نيکولسن په دې اړه په کابل کې په جوړه شوې خبري ناسته کې دغو لوبغاړو ته په خطاب کې وويل: "تاسو زړورو سرتېرو لکه څنګه مو چې په ډېره مېړانه د ترهګرۍ پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او ځانونه مو پرې قربان کړل، ډاډمن يم چې په يادو لوبو کې به هم خپله اتلوي خپله کړئ."

نيکولسن يادو سرتېرو ته وويل: "تاسو ازموينه ورکړې او بريالي ياست، تاسو نه يواځې د خپل هېواد بلکې د نړۍ د نجات لپاره قربانۍ ورکړې او قربانۍ مو د ستاينې وړ دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.