چاريکار (پژواک، ۲۲ غويی ۹۷): نا پېژاندو وسله والو نن سهار د پروان ولايت د الهام په نامه د يوه سيمه ييز ټلوېزيون د اسلامي زده کړو خپرونې پر چلوونکي صفي الله ډزې کړې او ټپي کړی یې دی.
د پروان د مرکز چاريکارو ښار د لومړۍ حوزې امر صالح محمد پژوان خبري اژانس ته وويل چې صفي الله نن سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې د نوموړي ښار د ښوونکو په ښار ګوټي کې په داسې حال کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلی چې له خپل کوره د جومات پر لور روان و.
د نوموړي په وينا، د صفي الله ټپونه سرسري دي او له روغتونه رخصت شوی دی.
هغه وويل چې د يادې موضوع د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
په پروان کې د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر عبدالغفار رووفي په کابل، کندهار او خوست کې پر خبريالانو له بريد وروسته پر صفي الله بريد د اندېښنې وړ وباله او له حکومته يې وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت خونديتوب لپاره دې هڅه وکړي، پر خبريالانو بريد کوونکي دې وپېژني او جزا دې ورکړي.
د روانې (غويي) مياشتې په پنځمه په کندهار کې يو سيمه ييز خبريال عبدالمنان ارغند د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو.
د همدې مياشتې په لسمه په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ۹ خبريالان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول او دغه راز په همدې ورځ په خوست کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د بي بي سي خبريال هم ووژل شو.
د روانې مياشتې په ۱۶مه په کابل کې يو تحقيقي راپور جوړونکی نعمت الله طنين د ناپېژاندو وسله والو له خوا سخت ډبول شوی او ټپي شو.
د ځينو راپورونو له مخې، له ۱۳۸۰ کال څخه را په دېخوا په افغانستان کې ۸۰ خبريالان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن