ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه ګومارونو کې قومي انډول په پام کې نه دی نیول شوی”

“د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه ګومارونو کې قومي انډول په پام کې نه دی نیول شوی”

author avatar
13 May 2018 - 16:39
“د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه ګومارونو کې قومي انډول په پام کې نه دی نیول شوی”
author avatar
13 May 2018 - 16:39

کابل (پژواک، ۲۳ غويی ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رقابتي ازموینې ځیني ګډونوال په دې اداره کې د تازه ګومارنو پر مهال د نه انډول ساتلو په اړه نیوکه کړې او وایي چې اعلان شوو بستونو ته ټول د کمېشنرانو خپلوان معرفي شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي څوکۍ ته نوماند محمد فاتح، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د تازه ګومارنو پر پروسې د نیوکې تر څنګ وویل چې په دې وروستیو کې د ټاکنیزو شکایتونو ۶۸ ولایتي کمېشنران، د دغه کمېسیون له کمېشنرانو سره د یو ډول تړاو له مخې ګومارل شوي دي.

نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو پنځه کمېشنرانو تر منځ په مساوي ډول اعلان شوو ولایتي بستونو وېش ته په اشارې سره زیاته کړه: ((د ازموینې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنرعبدالعزیز فایز په لېست کې وم، د فایز یو همکار له انتظار کوونکو کسانو څخه وپوښتل چې ستاسو په ډله کې پښتون هم شته؟ ومې ویل چې زه پښتون یم. زه یې د شکایتونو کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل دفتر ته بوتلم او د حقمل همکارانو ته یې وویل چې دا ستاسو اړوند دی.))

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې د حقمل همکارانو مې تذکره ولیده، ویې ویل چې ستاسو مورنۍ ژبه دري ده، تاسو د موږ اړوند نه یاست، بیا ځل یې فایز ته واستولم، فایزهم له ډېری نوماندانو درې دقیقه ییزه ازموینه اخیسته، خو زما ازموینه څه باندې نیم ساعت وغځېده او له ازموینې څو ورځې وروسته راته زنګ راغی او راته ویې ویل چې د ټاکنو له کمېسیون څخه مو اړیکه نیولې، تا سو د کوم قوم اړوند یې؟ اړیکه پرې شوه او نور یې هېڅ خبرې ونه کړې.))

نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د ازموینې اخیستو څرنګوالي ته په اشارې وویل چې هر کمېشنر د خپل قوم له اړوند کس څخه ازموینه واخیسته او د ورکړل شوې ونډې له مخې یې خپل کسان وګومارل او لېست یې د شکایتونو کمېسیون مشر ته وسپاره څو د تایید لپاره ولسمشر ته واستول شي.

نوموړي وویل چې د ۷۵ نومرو په ترلاسه کولو بریالی شوی؛ خو له کمېشنرانو سره د نه پېژند ګلوۍ له امله یې نوم د بریالیو کسانو په لېست کې نه و.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رقابتي ازموینې یاد ګډونوال وویل چې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې ۳۴ کسان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دارالانشاء بستونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي او د یاد کمېسیون منشي علیرضا له لوري د زیاتو کمېشنرانو په غیابت کې ګومارل شوي دي چې له یادو ۳۴ کسانو څخه درې یې پښتانه، څه باندې ۲۵ کسان یې اهل تشیع او پاتې د نورو قومونو اړوند دي.

سرچینې د ازموینې اخیستل د بشري منابع دنده بللې او ویې ویل چې د بشري منابع مسوولینو شتون نه درلود او کمېشنرانو په خپلو شعباتو کې په سمبولیک ډول ازموینه واخیسته او ټولو بستونو ته یې خپل اړوند کسان معرفي کړل.

له بل پلوه د حقوقپوهانو ټولنې مشر محمد اجمل هوډمن هم ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې پر وروستیو ټاکنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په تازه ګومارونو کې په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا ولایتي امرینو ګومارنه کې قومي جوړښت په پام کې نه دی نیول شوی او د اورېدو له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ۳۴ ولایتي کمېشنرانو څخه درې یې پښتانه، پنځه یې د دایکنډي، شپږ یې له بدخشان او پاتې نور د نورو قومونو اړوند دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي کار کوونکو په ګډون ټول کارکوونکي د ټاکنو ورځې تنظیم او په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو او نوماندانو شکایتونو ته د لاسرسي لپاره ګومارل کېږي، که د هغوی ګومارنه د پېژندګلوۍ له مخې ترسره شوې وي، نو هېڅکله د خلکو په ګټه نه، بلکې د هغو کسانو په ګټه به کار کوي چې دوی یې ګومارلي دي.

نوموړي، د زړې کړنلارې له مخې د ګومارنې پر بهیر نیوکه وکړه او ویې ویل: ((دواړه ټاکنیز کمېسیونونه د داخلي ګومارنې لپاره کومه نوې کړنلاره نه لري.))

د حقوقپوهانو ټولنې مشر د داسې ادعاګانو په اړه چې د ټاکنو پر بهیر او ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو باور کموي، زیاته کړه: ((دا موضوع باید د ولسمشر له لوري وڅېړل شي چې واقعیت ولري نو باید په اړه یې اقدام وشي او که ستونزه نه وي، خلکو ته دې معلومات ورکړل شي څو د خلکو له لاسه تللی باور بېرته ترلاسه شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.