ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په دشت ارچي کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

د کندوز په دشت ارچي کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
13 May 2018 - 13:43
د کندوز په دشت ارچي کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
13 May 2018 - 13:43

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دشت ارچي امنيه قوماندان نيازمحمد عمرخېل د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مرکز او ځينو نورو سيمو کې پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((په نورو سيمو کې خو مرګ ژوبله نه لرو، خو د اتصالاتو  تپې په پوسته کې د طالبانو د بريد له امله اته د ملي اردو سرتېري او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.))

نوموړي په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دغه راز په دشت ارچي کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان چې غوښتل يې نوم يې وانه خيستل شي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې بريد د طالبانو سرې قطعې کړى دى.

دى وايي چې د طالبانو د سرې قطعې له لوري ترې دې وړاندې هم د دشت ارچي په بېلابېلو پوستو کې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياتوي: ((حکومتي مشران بايد د دشت ارچي په اړه سم تصميم ونيسي؛ ځکه په دې ولسوالۍ وضعيت ډېر خراب دى او نور هم خرابېږي.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دشت ارچي د تېرې شپې په بريد کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې دوه ټانګونه له منځه وړل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، دشت ارچي د کندوز د نا امنو ولسوالۍ له ډلې ده چې ډېرې وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.