فيروزکوه (پژواک، ۲۳ غويی ۹۷): د غور ځايي سرچينې تاييدوي چې پرون د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ د اوشان سيمې د سقوط په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ دولتي سرتېري او ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
د غور ځايي سرچينو پرون خبر ورکړی و چې د ياد ولايت د شهرک ولسوالۍ اوشان سيمه طالبانو نيولې ده.
که څه هم د غور امنيتي چارواکو پرون ويلي وو چې په دې نښته کې يوازې دوو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د شهرک ولسوال محمد کبيري نن په يوه ټيلېفوني اړيکه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې سيمې د سقوط په ترڅ کې پنځه د ملي اردو او ۱۵ د دولت ملاتړي ځواکونه وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې ۲۵ طالبان هم وژل شوي او ۱۱ دولتي سرتېري ټپيان دي.
د شهرک ولسوال دغه راز تاييد کړه چې په ياده نښته کې د څلورو ټانکونو او دوو رينجرو په ګډون د امنيتي ځواکونو اووه موټر هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د اوشان سيمې له سقوط وروسته څو نور کلي هم له نښتې پرته د طالبانو لاس ته ورغلي او ويل کېږي چې طالبان پر شهرک او دولينه ولسواليو د بريد نيت لري.
د شهرک ولسوال زياته کړه چې حکومت له څو ورځو را په دې خوا دوی ته د هوايي بريدونو ترسره کولو ژمنه ور کوي، خو تر اوسه له دوی سره هېڅ ډول هوايي مرسته نه ده شوې.
په ورته وخت کې د غور د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي وويل چې حکومت په خپل ټول توان سره له ولسواليو دفاع ته چمتو دي.
نوموړي په دې اړه د لا ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په الامارت ويب پاڼه کې ادعا کړې چې د اوشان سيمې پر سقوط سربېره، ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه وژل شوي او د هغوی څو موټر او موټر سايکلونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن