میمنه (پژواک، ۲۳ غویی ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د قره شیخي ستراتیژیکه سیمه د ملي اردو له مرکز او څلورو امنیتي پوستو سره طالبانو نیولې ده.
دغه سرچینې وايي چې د قره شیخي ستراتيژیکې سیمې تېره شپه شاوخوا لس بجې سقوط کړی او یو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبان وايي چې په دې پېښه کې یې د ملي اردو شپږ سرتېري وژلي، څلور نیول شوي، د ملي اردو او سرحدي ځواکونو څلور ټانکونه، یو هاوان، یوه پيکا او څلور میله نورې وسلې له زرګونو مرمیو سره د دوی لاس ته ورغلي دي.
بلخوا سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دې پېښه کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو په اړه یې کره شمېره ونه ښوده.
امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن