ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکنې پر مرکزونو د بریدپه تور پنځه کسان نيول شوي

د نوم ليکنې پر مرکزونو د بریدپه تور پنځه کسان نيول شوي

author avatar
13 May 2018 - 18:47
د نوم ليکنې پر مرکزونو د بریدپه تور پنځه کسان نيول شوي
author avatar
13 May 2018 - 18:47

کابل (پژواک، ۲۳غویی ۹۷): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې کاپیسا ولایت کې یې یوه پنځه کسیزه ډله نیولې چې د رایې ورکولو لپاره د نوم ليکنې پرمرکزونو یې د برید پلان درلود.

د یاد ریاست د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پنځه کسیزه ډله د ملي امنیت ځانګړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوې ده.

خبرپاڼې د دې نیول شوو کسانو نومونه هر یو امین الله، محمدوسیم، عبدالحکیم، محمد ندیم او محمد فهیم ياد کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، یادو کسانو اعتراف کړی چې د خان اغا اخګرله لوري چې په ملا نصرت هم شهرت لري او د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ ته د طالبانو له لوري ولسوال نومول شوی، ملا فهیم ته چې د ملاګدا له ډلمشرانو څخه دی د کوه بند ولسوالۍ ته استول شوي وو.

همداراز هلته ورته دنده سپارل شوې وه چې د نوم لیکنې بهیرمخنیوي لپاره دې د نوم لیکنې پرمرکزونو بریدونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د نیولو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.