ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا صنعت کاران او سوداګر د صنعتي پارک د فعالېدو غوښتنه کوي

د پکتيا صنعت کاران او سوداګر د صنعتي پارک د فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
13 May 2018 - 18:14
د پکتيا صنعت کاران او سوداګر د صنعتي پارک د فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
13 May 2018 - 18:14

ګردېز(پژواک،٢٣غويى٩٧): د پکتيا ولايت صنعت کاران او سوداګر د صنعتي پارک د ځمکو د وېش او رسمي فعالېدو غوښتنه کوي او وايي چې سوداګر غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي خو ځاى ورته نشته دى.

دوی دا خبرې د صنعت کارانو د ټولنې او د سوداګرۍ او صنايعو رياست د نوې جوړې شوې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.

د صنعت کارانو د ټولنې مشر اسماعيل دلدار  وويل، که څه دې ولايت ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې ياد پارک افتتاح شو، خو تر اوسه په کې د فعاليت لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نشته دى.

دلدار وايي چې دوی ته ډېر سوداګر په دې ولايت کې د پانګونې لپاره مراجعه کوي، خو د صنعتي پارک د ځمکو د وېش طرزالعمل په پلازمېنه کې د نامعلوم دليل له امله ځنډېدلی دی.

نوموړي زياته کړه:((په پکتيا کې ډېر ښه فرصتونه او له خلکو سره سرمايه شته، له دولت نه توقع دا ده چې دې پارک ته د يو معياري ښارګوټي په توګه تدارک وبښي، موږ ته هره ورځ خلک راځي، چې په بېلابېلو برخو کې سرمايه ګذاري وکړي.))

دغه راز يو تن سوداګر فضل الدين جلالزی په صنعتي پارک کې برېښنا، سړک، د سيمې ډاډمن امنیت او د نورو اړينو شرايطو په برابرولو ټينګار کوي او وايي چې يادې چارې ډېرې ټکنۍ پر مخ ځي.

جلالزي پژواک ته وويل: ((دلته برق نشته، که راغلی دی هم ډېر محدود او مقطع يي دى، د صنعتي پارک لپاره بايد دايمي او ۲۴ ساعته برق وي او نور لازم سهولت بايد ولري.))

په دې اړه د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم په صنعتي پارک کې د برېښنا د اسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ولايتي اداره هڅه کوي، د ياد پارک پاتې چارې هم بشپړې شي.

سهي وايي: ((موږ بايد خپل توليد ولرو، څو د نورو له بې کيفيته موادو خلاص شو، انشاالله لرې به نه وي او کوښښونه روان دي چې سږکال دا ښارګوټی رسما افتتاح شي.))

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رييس نقيب سرحدي د ياد رياست د نوې جوړې شوې ودانۍ په اړه وويل چې دا ودانۍ د اړوند وزارت په ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت په يو کال کې جوړه شوه، چې ور سره د دوی د ځای ستونزه حل او کاري اسانتيا زياته شوې ده.

سرحدي د صنعتي پارک په اړه وويل چې تېر کال د دې پارک زر جريبه ځمکه تشخيص او رسمي او د پارک لپاره ماسټر پلان هم بشپړ شوی دی.

نوموړی هيله من دی چې د سږکال په اوږدو کې به په صنعتي پارک کې عملي چارې پيل شي: (( د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره ماسټر پلان ډېر حياتي و، چې بشپړ شو؛ موږ به په روان کال کې په صنعتي پارک کې زېزبنايي کارونو، لکه برېښنا او سړک لپاره بوديجه راپيدا کړو، څو په صنعتي پارک کې عملا فعاليت پيل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.