پلخمري (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د بغلان دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د تښتول شوو افغان او هندي انجنيرانو د خلاصون په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د بغلان د مرکز پلخمري ښار د ملايانو له کلي د برېښنا شرکت يو افغان او شپږ هندي انجينران تښتولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د ولایتي شورا ریيس صفدر محسني د غویي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله وال طالبان بايد له قيد او شرط پرته دغه انجينران خوشي کړي؛ ځکه دوى په ملکي خدمتونو بوخت وو.
د هغه په وينا، تر اوسه جوته نه ده چې دغه کسان د څه لپاره تښتول شوي خو د خلاصون په موخه يې يوه کمېټه جوړه شوې ده.
هغه وايي: ((دغه کسان به له طالبانو سره خبرې وکړي او بيا به معلومه شي چې طالبان څه غواړي.))
محسني د چا نوم ياد نه کړ خو پر ځینو دولتي کار کوونکو يې تور پورې کړ چې د پيسو لپاره په دغه شان کړنو کې همکاري کوي.
بل لور ته په دې اړه د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم وايي چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه د قومي مشرانو کمېټه جوړه شوې ده.
والي پژواک ته وویل: ((له یو شمېر قومي مشرانو سره مو د تښتول شوو انجنیرانو د برخلیک معلومولو او خوشې کېدو په اړه لیدلي او مشرانو راسره منلې چې له وسله والو طالبانو سره به وګوري او د تښتول شوو کسانو د خوشې کېدو خبرې په اړه به هلې ځلې کوي.))
د نعمتي په وينا، قومي مشرانو ورته ويلي چې تښتول شوو او تښتوونکو ته به قناعت ورکړي څو هر څه ژر دغه ستونزه هواره شي.
د اړوندې موضوع په اړه د قومي مشرانو د يادې کمېټې غړو له رسنيو سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
بل لور ته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن