کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د بهرنيو چارو وزارت وايي، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان څلورمه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره شوه.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته د پاکستان په بهرنيو چارو وزارت کې جوړه شوه، چې د دواړو پلاوو مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معینې تهمینې جنجوعه په غاړه درلوده.
سرچينه کاږي، د هغو اووه اصولو په تعقیب چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري په ۱۷مه نېټه کابل ته د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د سفر په دوران کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنې کې پرې هوکړه شوې وه، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان دواړو پلاوو په نننۍ ناسته کې نهايي شوه.
سرچينه زياتوي، همداراز د شپږو هغو کاري ګروپونو کارونه چې په دغه عمل پلان کې يي وړاندوینه شوې، پیليږي.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان او پاکستان د عمل دغه پلان د دوه اړخیزې باور جوړونې چوکاټ پراخوي او په ټولو برخو کې دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لار هواروي. د عمل دغه پلان د دوه اړخیزو اندېښنو لپاره د حل لارې پیدا کولو یو میکانیزم دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، دواړه لورې موافقې دي چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان بشپړ او اغېزمن تطبیق د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د ترهګرۍ له منځه وړلو، د سولې، ثبات، سوکالۍ او پرمختګ ته په رسیدلو کې مرسته کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن