فيروزکوه (پژواک، ۲۴ غويی ۹۷): د غور والي پر فيروز کوه ښار د طالبانو د احتمالي بريد په اړه د دغه ښار د اوسېدونکو له اندېښنو وروسته تېره شپه د فيروز کوه له خلکو سره په ليدنه کې دوی ته د دغه ښار د امنيت په اړه ډاډ ورکړ.
د غور والي غلام ناصر خاضع له خلکو سره د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې امنيتي ځواکونه په خپل ټول توان سره چمتو دي چې د دغه ولايت امنيت خوندي کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ولايت پر مرکز د طالبانو د بريد په اړه خپرې شوې اوازې حقيقت نه لري او د ښار ټولې دروازې د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
د غور والي ډاډ ورکړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د فيروزکوه او د دغه ولايت د ولسواليو امنيت وګواښي.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې فيروز کوه د امنيت د خونديتوب او د حکومت له لاسه د وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه لا ډېر مرستندويه ځواکونه را ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې طالبانو د نوموړي ښار د شهرک او دولينه ولسواليو ځينې برخې ونيولې او داسې اوازې هم خپرې شوې چې ګويا طالبان نيت لري چې فيروزکوه ښار د نيولو په موخه پر نوموړي ښار پراخ بريد وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن