ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتياد والي مرستيال د ولسي جرګې غړي په ناقانونه کړنو او ګومارنو تورن کړل

د پکتياد والي مرستيال د ولسي جرګې غړي په ناقانونه کړنو او ګومارنو تورن کړل

author avatar
14 May 2018 - 19:02
د پکتياد والي مرستيال د ولسي جرګې غړي په ناقانونه کړنو او ګومارنو تورن کړل
author avatar
14 May 2018 - 19:02

ګردېز(پژواک،٢٤غويى٩٧): د پکتيا مرستيال والي د ولسي جرګې غړي په غير قانوني کړنو او ګومارنو تورن کړل، خو د جرګې غړي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د غويي په ٢٤مه  له جمهوري رياست څخه راغلي پلاوي سره د خبرو پرمهال وويل چې په ډېرو ادارو کې ستونزې د ولسي جرګې د غړو د لاسوهنو له امله دي.

سهي وايي، سره له دې چې په نږدې راتلونکي کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره کیږي، د جرګې غړي د ځان په ګټه په ولسواليو او نورو ادارو کې لاسوهنې او ګومارنې کوي.

نوموړي وويل: ((وکيل صيب دا اوس هم ولسوال تبديلولی شي، که دا اوس هم يو وکيل وغواړي زه پوهېږم چې زما په قومانداني کې لس نفره تغيير او تبديلوی شي او څوک چې دا کارونه کوي، هغه مفسد دی، د دوی مخه دې په قانون ونيول شي.))

مرستيال والي زياته کړه چې ډېری وکيلان د ځمکو په غصب او فساد کې ښکېل دي او په زياتره ادارو کې فساد هم د وکيلانو د لاسوهنو له امله کيږي.

عبدالولي سهي وويل چې د وکيلانو د غير قانوني کړنو او لاسوهنو په اړه په څارنوالي کې اسناد شته او له راغلي پلاوي يې غوښتنه وکړه چې د څېړنې او مخنيوي لپاره يې بايد يو فرمان صادر شي.

سهي وايي: ((په قتل، رشوت او غصب کې اکثريت لاس لري، قانون په صراحت سره حکم کړی دی، د دوی مخه دې ونيسي، زه يې په زغرده وايم چې موږ يې مخه نه شو نيولی او نه يې ولس نيولی شي؛ په يوه فرمان يې مخه نيول کېدای شي، د دوی د ناقانونه کړنو اسناد په څارنوالي کې ثبت دي، د دوی په مورد کې دې يو فرمان صادر شي او نور دې يې مخنيوی وشي.))

له پلازمېنې راغلي د ادارو د ارزونې پلاوي مشر نبي مصداق هم د پکتيا په دولتي ادارو کې د وکيلانو د لاسوهنو خبره کوي او وايي چې په ډېرو ادارو کې ورته دا شکايت شوی دی.

مصداق د ټاکنو په پروسه کې هم د برحاله وکيلانو له مداخلې اندېښمن دی او وايي:((وکيلانو له خپل وخت نه په رښتيا هم ډېره سؤ استفاده کړې ده؛ که څه هم د رييس جمهور اسرار دی چې حکومت به په هېڅ صورت د انتخاباتو په پروسه کې مداخله نه کوي او نه به نورو ته اجازه ورکوي او څوک چې مداخله کوي، بايد څارنوالي ته معرفي شي، خو وکيلانو په انتخاباتو کې د درغلۍ لپاره ځینې هڅې شروع کړې دي.))

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان هم په دولتي پروسو په تېره په ټاکنو کې د وکيلانو د لاسوهنې خبره کوي او وايي چې په ځينو ځايونو کې له خلکو غوښتل شوي چې تذکرې پرې وپلوري.

حقبيان وويل:((هغه لوبغاړي چې دا لس کاله په دې ميدان کې لوبېدلي او د غلا، چل، فريب او هر قسم توطيې چل يې ياد کړی، هماغه خلک نن بيا هرج او مرج جوړوي، چې زموږ د پاکيزه قومونو تر منځ سؤ تفاهم رامنځته کړي.))

مدني فعال سميع الله احمدزی وايي چې د ولسي جرګې د وکيلانو له غير قانوني کړنو خلک تر پوزې راغلي او نه غواړي رايه ورکړي، خو په خبره يې برحاله وکيلان هڅه کوي له ناوړه لارو ځان ته بيا رايې راټولې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.