ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله د تذکرو پر کاپيانو د سټېکر له لګېدو سره مخالفت وکړ

عبدالله د تذکرو پر کاپيانو د سټېکر له لګېدو سره مخالفت وکړ

author avatar
14 May 2018 - 15:00
عبدالله د تذکرو پر کاپيانو د سټېکر له لګېدو سره مخالفت وکړ
author avatar
14 May 2018 - 15:00

کابل (پژواک، ۲۴ غويی ۹۷): د حکومت اجرائيه مشر د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په بهير کې د تذکرو پر کاپيو د سټېکر له لګولو سره مخالفت کړی او وايي چې دغه پروسه له تخنيکي او حقوقي پلوه ستونزه لري او هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو پر کمېسيون دغه بهير په فشار سره ور وتپي.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله چې د وزيرانو شورا په نننۍ ناسته کې يې خبرې کولې، د نوم ليکونکو د تذکرو پر کاپيو د سټېکرونو لګولو ته په اشارې سره وويل چې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په موخه وړانديز کړی چې سټېکر دې د تذکرو پر کاپيو ولګول شي.

خو نوموړي زياته کړه:"د ټاکنو خپلواک کمېسيون څلورو غړو په هغې مصوبه کې چې پرون خپره شوه، ويلي چې له حقوقي او تخنيکي پلوه دغه کار ناشونی دی، کله چې شونی نه دی نو پوښتنه حل ده، نور دغه پروسه دوام نه شي کولای او د افغانستان پر خلکو د زور له لارې هېڅ پروسه نه شي تپل کېدای."

عبدالله وويل چې دغه مسئله بايد کمېسيون تر فشار لاندې راوستلو په توګه ونه اوسي، هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وګواښي، دا به د ولسوالۍ پروسې ختم وي، د کمېسيون غړي شکايت کوي چې تر ګواښ لاندې دي او مسايل پر دوی په زور ور تپل کېږي.

نوموړي په ډاګه کړه:"د سټېکر لګولو موضوع چې ټاکل شوې ده د ټاکنو کمېسيون د فشار له لارې د دې پروسې منلو ته اړ کړی شي، خو بيا هم وايم چې هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او يا هغوی د استعفا په کولو وګواښي."

نوموړي دغه راز وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په خپلو فعاليتونو کې خپلواک دی او کمېسيون خپلې پرېکړې د غړو په اکثريت سره عملي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې هوډ کړی چې د مراجعينو په غوښتنه دې د تذکرو پر کاپيو سټېکر ولګول شي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون څلورو غړو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې دغه طرحه له حقوقي او تخنيکي پلوه ستونزه لري او په ټاکنو کې درغليو ته لار پرانيزي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.