ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور ولايت ته د ملي اردو تازه دمي ځواکونه ورسېدل

غور ولايت ته د ملي اردو تازه دمي ځواکونه ورسېدل

author avatar
14 May 2018 - 16:24
غور ولايت ته د ملي اردو تازه دمي ځواکونه ورسېدل
author avatar
14 May 2018 - 16:24

 فيروزکوه(پژواک،٢٤غويى٩٧): د غور ولايت مرکز فيروزکوه ته د ملي اردو له دوه سوه زيات تازه دمي سرتېري ورسېدل.

د غور ولايت چارواکي وايي چې دغه سرتېري د عملياتو په موخه او د هغو سيمو د بېرته نيولو په لپاره راغلي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په شهرک او دولينه ولسواليو کې يوشمېر سيمې نيولې دي.

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي پژواک ته وويل :((وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د  دولينه او شهرک په ځينو سيمو بريدونه پيل کړل او يوشمېر سيمې يې ونيولې، د غور نظامي شورا له مرکز کابل څخه د مرستندويه ځواک غوښتنه وکړه او نن دوه سوه تازه دمي سرتېري فيروزکوه ته راورسېدل.))

هغه وويل چې د سيمو له تثبيت وروسته به ځانګړي ځواکونه ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي او له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسي.

تېره ورځ د غور ولايتي شورا ګواښ کړى و چې که مرستندويه ځواک دې ولايت ته ونه رسيږي ، نو ددغه ولايت شپږ ولسوالۍ به سقوط شي.

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې ددغه ولايت د شهرک او دولينه ولسواليو يو شمېر سيمې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.