د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" ولسمشر ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي پرځای، د درغلۍ په لټه کې دی"

" ولسمشر ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي پرځای، د درغلۍ په لټه کې دی"

May 14, 2018 - 18:38

 کابل(پژواک،۲۴غويی۹۷):د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ټاکنو د نوم ليکونکو د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګولو په اړه د اندېښنېه څرګندولو سره وايي چې ولسمشر په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي پر ځای، د درغلۍ په لټه کې دی.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چې د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د رايه ورکونکو د نوم ليکنې بهير د وري په ۲۵مه د هېواد د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوی او ټاکل شوې وه چې د غويی په ۲۳مه پای ته ورسېږي، خو له دې امله چې خلکو په کې په پراخه توګه ګډون ونه کړ، دغه نېټه تمديد شوې ده.

د ټاکنو کمېسيون په دې وروستيو کې اعلان کړی چې د خلکو اندېښنو ته د ځواب ويلو په موخه يې پرېکړه کړې چې د نوم ليکونکو د غوښتنې په صورت کې به د تذکرو پر کاپي سټېکر ولګول شي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د دغې جرګې ډېری غړو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او حکومت پر دې پرېکړې نيوکه وکړه او هغه يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې پراخې درغلۍ ته د لارې برابرېدل وبلل.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازي صادقي زاده نيلي وويل چې د تذکرو پر کاپي سټېکر لګول غير معقول او کړکېچ رامنځ ته کوونکی اقدام دی.

نوموړي زياته کړه چې د ټاکنو د پروسې له پيل څخه د در غلۍ لپاره زمينه جوړونه پيل شوې، د امنيتي ګواښونو او د نوم ليکنې مرکزونو ته د تګ لپاره د خلکو نه ګروهنې په پلمې سره د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول، درغلۍ ته د لارې جوړول دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي خليل الله شهيد زاده هم وويل:" د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول به ټاکنې له کړکېچ سره مخ کړي."

نوموړي وويل:" يو شخص کولای شي چې د خپلې تذکرې په کاپۍ سره خپل نوم په ۵۰ مرکزونو کې ثبت کړي او د ټاکنو په ورځ هم د هماغې کاپي له مخې رايه ورکړي."

شهيدزاده د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او حکومت څخه وغوښتل چې د خپلې پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې خلک دې پر دغه بهير خپل کم باور هم له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې غړې ناهيد فريد وويل:" ولسمشر په خپلې دې پرېکړې سره وښودله چې د درغلۍ قرباني نه، بلکې خپله د درغلۍ ملاتړی دی."

هغې وويل چې د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو  د وېش بهير پيلېدل، يوه معقوله طرحه نه وه او اوس حکومت غواړي چې د تذکرو له کاپي څخه په استفادې سره، د نوم ليکونکو کچه په جعلي شمېرنو سره لوړه کړي.

 نوموړي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د يو خپلواک کمېسيون په توګه دې بې پرې پاتې شي او خپلې مهمې پرېکړې دې په ارګ کې نه کوي.

مېرمن فريد دغه راز د ځينو کسانو دغه اندېښنې چې ګواکې خلک د امنيتي ګواښونو له امله نوم ليکنه نه شي کولی او بايد د تذکرو پر کاپي سټېکر ولګول شي، جعلي او له حقيقته لرې وبللې او دا کار يې په ټاکنو کې د درغلۍ لپاره لار جوړونه وبلله.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول د درغليو يوازينی لامل وباله او ويې ويل، حکومت بايد داسې پرېکړه وکړي چې خلک د ټاکنو د روڼتيا په اړه ډاډمن شي او په پراخه توګه برخه په کې واخلي.

نوموړي زياته کړه،دا سمه ده خلک په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو له امله د نوم ليکنې په اړه اندېښمن دي، خو دغه اقدام ځکه ښه نه دی چې په ټاکنو کې به د پراخې درغلۍ او د ټاکنو د کړکېچنتوب لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د نوم ليکنې د تذکرو پر کاپي د سټېکر له لګولو سره مخالفت کړی او ويې ويل چې دغه پروسه له تخنيکي او حقوقي پلوه ستونزه لري او هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو پر کمېسيون په زور او فشار سره دغه بهير ور وتپي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement