فيروزکوه(پژواک،٢٤غويى٩٧): د غور چارواکي وايي ددغه ولايت په تيوره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملاخېل له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.
د غور د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي پژواک ته وويل چې ملاخېل په تيوره کې د وسله والو طالبانو ډېر نفوذ لرونکى قوماندان و.
هغه وويل چې دغه قوماندان تېره شپه د امنيتي ځواکونو له خوا په يادې ولسوالۍ کې ووژل شو .
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغه ولايت د مرکز فيروزکوه اړوند د شاتيغ پر پوسته بريد وکړ چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه نور ټپيان شول ، خو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن