کابل (پژواک،٢٤ غويى٩٧): د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې د چسپکي ماين د چادنې له امله يوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وويل چې چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنتځه شوې چې د زړو مکروريانو د فردوسي پارک له دېوال سره ځاى پرځاى شوى و .
مجروح وايي چې په دغه چاودنه کې يوتن ټپي شوى او روغتيايي حالت يې ښه ګڼل شوى دى.
د نهمې امنيتي حوزې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په درې نيمو بجو په زړو مکروريان کې له فردوسي پارک سره شوې ده .
سرچينه وايي:((يو چسپکي ماين د پارک له جالۍ سره نښلول شوى و چې د چاودنې له امله يې يوه وړوکې نجلۍ ټپي شوې، روغتون ته لېږدول شوې او تر درملنې لاندې ده.))
تراوسه ددغې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن