ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د نوم لیکنې د مرکزونو مواد پوره شوي دي

کندهار کې د نوم لیکنې د مرکزونو مواد پوره شوي دي

author avatar
14 May 2018 - 19:38
کندهار کې د نوم لیکنې د مرکزونو مواد پوره شوي دي
author avatar
14 May 2018 - 19:38

کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۷): کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د کندهار ښار په ټولو مرکزونو کې یې د نوم لیکنې اړوند مواد پوره کړي او د نوم لیکنې لړۍ په عادي توګه پر مخ ځي.

څو ورځې وړاندې د کندهار د ولایتي شورا یو شمېر غړو خبر ورکړی و چې د کندهار ښار په ټولو ۴۰ مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند مواد خلاص شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

هغه مهال اړوندې ادارې دغه ستونزه منلې وه او ویلي یې وو، تر هغه چې وړاندیز شوي مواد را رسېږي، د ولسوالیو له موادو کار اخلي.

خو اوس د دغې ادارې مسوولین وايي، نه یواځې د کندهار ښار په ټولو مرکزونو کې یې د نوم لیکنې خلاص شوي مواد پوره کړي، بلکې ولسوالیو ته یې هم د خپلو مامورینو او د نوم لیکنې اړوندو موادو په لېږلو پيل کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار ښار کې د نوم لیکنې ټولو مرکزونه د اړینو توکو له پلوه اکمال شوي او اوس دغه ستونزه حل شوې ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د کندهار ښار په ټولو ۴۰ مرکزونو کې د نوم لیکنې لړۍ په عادي توګه روانه ده.

ده خبره ورکړ چې همدا نن یې ولسوالیو ته د نوم لیکنې اړوند موادو او مامورینو لېږد هم پیل کړی دی.

دی وايي، ځینو ولسوالیو ته توکي لېږدول شوي او ځینو ته به تر سبا پورې د ځمکې او هوا له لارې ورسول شي.

نوموړي خاکرېز، غورک، معروف، میانشین او نېش هغه پنځه ولسوالۍ یادې کړې چې د هوا له لارې مامورین او د نوم لیکنې توکي ور ورسول شي.

دراني وویل، کندهار ښار کې هره ورځ تر ۱۰ زرو کسانو نوم لیکنه کوي چې تر دې مهاله ۲۵۰ زرو کسانو ځانونه ثبت کړي چې له ۳۵ زره څخه زیاتې یې ښځې دي.

د ده په خبره، له کابل وروسته کندهار دویم ولایت دی چې ډېرو خلکو په کې نوم لیکنه کړې ده.

دراني د هغې پرېکړې په اړه چې د تذکرې پر کاپي هم سټیکر لګول کېدای شي، وویل، کندهار کې یې تر اوسه اجازه نه ده ورکړې چې دغه کار وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.