کابل(پژواک،۲۵غویی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسوالیو په کچه د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې بهیر نن پیل شو.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون، د ولایتونو مرکزونو کې د رایه ورکوونکو نوم لیکنې نېټه د وري له ۲۵ مې د غويي تر ۲۳ مې، د ولسوالیو مرکزونو کې به د غویې له ۲۵ مې دغبرګولې تر اوومې او د غبرګولي له نهمې د غبرګولي تر۲۲ مې به کلیو کې د نوم لیکنې بهیر دوام ومومي؛ خو د ولایتونو مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه د یوې بلې میاشتې لپاره وغځېده.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون د عامه اړيکو او اطلاعاتو مشرشفیع جلالي پژواک خبري آژانس ته وویل چې په ولسوالیو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیرنن پیل شو.
خو د ولسوالیو په مرکزونو کې د نوم لیکنې مرکزونو شمېر یې په ګوته نه کړ او ویې ویل چې د ورځې تر پای پورې به ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونو شمېر له رسنیو سره شریک کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د غویې میاشتې تر ۲۳مې پورې، د ولایتونو مرکزونو کې یو میلیون او ۷۷۹ زرو او ۲۱۲تنو د رایې ورکولو لپاره نومونه لیکلي دي چې له دې جملې څخه ۴۹۸ زره او ۵۵۷ تنه ښځې، ۴۰ زره او ۵۹۸ تنه کوچیان او ۲۷۶تنه اهل هنود دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن