ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلک د انسان تښتونو پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي

د کندوز خلک د انسان تښتونو پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي

author avatar
15 May 2018 - 14:37
د کندوز خلک د انسان تښتونو پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي
author avatar
15 May 2018 - 14:37

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): د کندوز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې چې له امله يو شمېر کورنيو خپل ماشومان ښوونځي ته له تلو ګرځولي دي.

خو بل لور ته امنيتي چارواکي وايي چې د انسان تښتونې پېښو د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.

د روان کال له پيله تر اوسه په کندوز کې لس کسان تښتول شوي چې ډيرى يې بيا د پيسو په بدل کې بېرته خوشي شوي دي.

د بېلګې په ډول څه موده وړاندې د کندوز ښار د سر چوک يوه هټۍ وال چې تښتول شوى د پيسو په بدل کې خوشی شو.

همدارنګه د يو سوداګر زوى چې د امام صاحب له بندره تښتول شوى و څو ورځې وړاندې هغه هم د پيسو په بدل کې خوشی شو.

دغه راز د تېرې اوونۍ په وروستيو کې د کندوز ولايت له اداري فساد سره د مبارزې ادارې سرپرست سيد محجوب هم د نا پېژانده کسانو له خوا تښول شوى او تر اوسه يې درک معلوم نه دى.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ښار یوه اوسېدونکي حامد الله ساحل پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې يواځې د کندوز ښار له منځه څو کسان تښتول شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه: ((دلته خلک تښتول کېږي، بيا کورنۍ سره يې تماس نيول کېږي چې پيسې ورکړي، څو کس مو خوشی کړو، که پيسې ورنه کړي بيا يي وژني نو خلک مجبور دي چې ډېرې پيسې ورکړي او د خپلې کورنۍ غړي خوشي کړي.))

د نوموړي په وينا، د هرې ورځې په تېرېدو سره په کندوز کې د انسان تښتونې پېښې ډېرېږي چې له امله يې يو شمېر کورنيو خپل ماشومان ښوونځي ته له تلو ګرځولي دي.

صفي الله (مستعار نوم) چې په کندوز ښار کې ساختماني شرکت لري، پژواک ته وويل: ((له څو مياشتو راهيسې موږ خپل ماشومان د اختطاف له ډاره مکتب ته نه پرېږدو، په کور کې مو ورته استاد نيولي دي.))

هغه زياته کړه که امنيتي چارواکي د انسان تښتوني ستونزه هواره نه کړي نو ډېر سوداګر به له کندوز څخه خپلې پانګونې وباسي.

همدارنګه د کندوز ښار بل اوسېدونکي رحمت شاه پژواک ته وويل: ((دلته چې هر څوک تښتول کېږي، د پيسو په مقابل کې خوشي کېږي، که حکومت يې مخه ونه نيسي، انسان تښتونه په تجارت بدلېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.