د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فیفا: لاسوهنو او سیاسي فشارونو د ټاکنو چارې له ننګونو سره مخامخ کړي

فیفا: لاسوهنو او سیاسي فشارونو د ټاکنو چارې له ننګونو سره مخامخ کړي

May 15, 2018 - 19:36

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۷): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فیفا" د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارو کې د هغوی په وینا د حکومت پر لاسوهنې نیوکه کړې او له حکومتي مشرانو غواړي چې له جاری وضعیت څخه د وسیلي په توګه کار وانخلي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فيفا" اجرایي مشر یوسف رشید نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو کې مسوول دي، ولسمشر او د حکومت اجرایي مشر دې له حاکم وضعیت څخه د ابزاري وسیلي په توګه استفاده نه کوي.

نوموړي دې مطلب ته په اشارې سره چې کمپایني او شعاري خبرې کوم درد نه دوا کوي، زیاته کړه: ((د حکومت مشران او دولتي مسوولین دې هڅه وکړي چې راتلونکې ټاکنې په مشروع، سمه توګه او له درغلیو پاکې ترسره شي او له هغو مواردو څخه چې تېرې ټاکنې یې زیانمنې کړې وې او خلک یې پر دې بهیر بې باوره کړي دي، مخنیوی وکړي او د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره دې پر یو میکانیزم کار وکړي.))

رشید، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې د حکومت نه لاسوهنې په اړه روښانه او څرګند دریځ د حل لاره وبلله او ویې ویل چې د حکومت مشران، وزیران، والیان، پوځي او ملکي چارواکي دې مرکز او ولایتونو کې له مداخلي څخه ډډه وکړي او کمېسیون ته دې اجازه ورکړي چې د ټاکنو اړوند تخنیکي او نور مسایل په خپله ترسره کړي.

د یاد بنسټ اجرایی مشر په هېواد کې د روان حالت په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه: ((امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي، کارکوونکي د نوم لیکنې پرمهال د زورواکو له فشاراو ګواښ سره مخ دي او باید د مرکزونو او کارکوونکو امنیت خوندي شي، ولسوالیو او کلیو کې د نوم لیکنې مرکزونو له پرانیستې وړاندې باید د امنیتي پلان پر منفي اړخونو بیا بحث وشي، څو له بدو پېښو مخنیوی وشي.))

په دې خبري ناسته کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه د دې بنسټ د درې میاشتو د څارنې راپور هم خپور شو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فيفا" سترسلاکار محمد فرید افغانزي وویل چې دا درې میاشتینی راپور د ټاکنیزو اصلاحاتو عدالت غوښتنې ډلې غړو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوي اداري پلاوي د کار له پیل څخه تراوسه چمتو کړې دی.

نوموړي زیاته کړه، دا راپور ښيي چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه او سیاسي فشارونه، د دایمي کارکوونکو د ګومارنې بهیر پڅوالی، د ګومارنې پرمهال د څارونکو او کتونکو پر وړاندې څو ګونى چلند د کمېسیون په بهیر کې جدي ننګونې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان نوې ملي جبهې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څلورو غړو او د دارالانشاء سرپرست له دریځ څخه چې د تذکرې پر کاپي د سټیکر لګولو سره یې مخالفت ښودلی، خپل ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي، نن خبري ناسته کې وویل: ((موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څلورو غړو او د دارالانشاء سرپرست له دریځ څخه چې د تذکرې پر کاپي د سټیکر له لګولو سره مخالف دي، خپل ملاتړ اعلانوو او له حکومت څخه غواړو چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.))

نوموړي زیاته کړه چې کمېشنران دې جرئت ولري او ارګ ته دې اجازه نه ورکوي چې خپلې غیر قانوني غوښتنې پر دوی وتپي.

احدي، حکومت تورن کړ چې ګواکې راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو نیت لري او ويې ویل چې حکومت درې کلونه ضایع کړي او د ټاکنو روڼتیا لپاره یې په مناسب وخت اساسي ګامونه نه دي اخیستي او اوس یې ملت ته دوه لارې پرېښې چې یا دې د ټاکنو ځنډېدل ومني او یا دې میکانیزم ته غاړه کېږدي چې پایله به یې ټاکنو کې پراخې درغلۍ وي چې دا وضعیت د حکومت بي کفایتي او بدنیتي ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې ده چې د ټاکنو لپاره د رایې ورکولو د نوم لیکونکي په خوښه دې د تذکرې پر کاپي سټیکر ولګول شي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څلور غړو له دې تصمیم سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا وړاندیز له حقوقي او تخنیکي اړخه ستونزه لري او ټاکنو کې درغلیو ته لار هواروي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement