درېيم تعقيب- فراه (پژواک، ۲۵ غويی ۹۷): په فراه ښار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لا هم نښته روانه ده او په دغه ولايت کې د ملي اردو يو چارواکی وايي چې دولتي ځواکونو پر وسله والو مخالفينو له څو لورو بريدونه پيل کړي.
د ۲۰۷ قول اردو رييس ارکان جنرال رازمحمد اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفنيو تېره شپه شاوخوا دوه بجې پر فراه ښار بريد وکړ او د سهار په پنځو بجو د ښار ځينو برخو ته داخل شول.
نوموړي زياته کړه چې د دولت وسله والو مخالفينو د ښار اړوند په حيدرقلي، سيد اباد او يزدي کليو کې ځانمرګي، د ماین چاودنې او موټربم بريدونه ترسره کړل.
د نوموړي په خبره، افغان امنيتي ځواکونه اوسمهال له مرستندوی ځواکونو پرته په پوره امکاناتو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جنګېږي او هغوی ته به درنه مرګ ژوبله واړوي.
نوموړي د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو پرته وويل: "موږ له څو لورو خپل تعرضونه پيل کړي څو دښمن له منځه يوسو او ښار د هغوی له ولکې خلاص کړو."
اورياخېل په ډاګه کړه چې له دوو- درېيو ځايونو پرته امنيې قوماندانۍ، محبس، ولايت مقام، ملي امنيت رياست، ۷۱مه پخوانۍ فرقه، هوايي ډګر او د ښار نور مهم ځايونه له افغان ځواکونو سره دي او هغه سيمې چې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي، ډېر ژر به بېرته ونيول شي.
نوموړي وويل: "موږ د فراه خلکو له همکارۍ منندوی يو، د خدای په مرسته او د خلکو په ملاتړ له فراه څخه دفاع کوو او دښمن به له منځه يوسو."
د ملي دفاع وزارت وياند محمد رادمنش نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له فراه ولايت څخه د دفاع لپاره هوايي، کومانډو او ځانګړي ځواکونه رسېدلي او جګړه د ښار له مرکزه بهر شوې او اوس د فراه ښار په شمال او لوېدېځ درې کيلومترۍ سيمو کې جګړه روانه ده.
نوموړي وويل چې وضعيت تر کنټرول لاندې دی او د ورځې په اوږدو کې به د دولتي ځواکونو په ګټه بدلون ومومي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل چې له کندهاره د پوليسو ځانګړې قطعه او له هرات څخه کومانډو ځواکونه فراه ته رسېدلي دي.
نوموړي زياته کړه: "موږ د فراه اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې امنيتي او دفاعي ځواکونه دفاع ته چمتو دي او له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن