ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: حکومت دې د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي کړي

د خوست خلک: حکومت دې د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي کړي

author avatar
16 May 2018 - 11:56
د خوست خلک: حکومت دې د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي کړي
author avatar
16 May 2018 - 11:56

خوست ښار (پژواک، ۲۶ غويی ۹۷): د خوست يو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو امنيت خوندي کړي.

په دغه ولايت کې د نوم ليکنې ۵۱ مرکزونه دي چې ټول پرانيستي، خو د خلکو په وينا کله ناکله پر دغو مرکزونو احتمالي بريدونه، نه يواځې د خلکو ژوند ګواښي، بلکې د نوم ليکنې پروسه هم ټکنۍ کوي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي نورالدين پژواک اژانس ته وويل، له دې امله چې د نوم ليکنې زياتره مرکزونه په ښوونځيو او جوماتونو کې دي، حکومت بايد خپل تدابير نور هم سخت کړي.

نوموړي وويل: ((حکومت په جوماتونو او ښوونځيو کې مرکزونه جوړ کړي، خلک بايد نومونه ثبت کړي، خو امنيت يې بايد ونيسي، خلک غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د خوست ښار په يوه جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز بمي چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، خلک د نوم ليکنې مرکزونو ته په ډاډه زړه نه شي تللی.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی خان بادشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، د دې لپاره چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې خلک پراخ ګډون وکړي، د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت دې په ښه ډول تامين کړي.

هغه زياته کړه: ((کانديدان حق لري چې موږ رايه ورکړو او موږ دا حق لرو چې يوه مناسب کس ته رايه وکړو، خو دا به هغه وخت ښه وي او ډېر خلک به په کې ګډون وکړي چې امنيت يې ښه خوندي شي.))

په افغانستان کې د رايې ورکوونکو ډېری مرکزونه په عامه ځايونو، په ځانګړي ډول جوماتونو او ښوونځيو کې جوړ شوي او د امنيتي ګواښونو له امله یې خلک اندېښمن کړي دي.

د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه ارګوني پژواک اژانس ته وويل چې له جوماتونو او ښوونځيو يې د نوم ليکنې مرکزونو د را ايستلو او د امنيت د لا تامين لپاره د مرکزي دولت لارښوونې ته منتظر دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.