ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې اته طالب وسله وال او دوه پوليس وژل شوي

په سمنګان کې اته طالب وسله وال او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
16 May 2018 - 14:56
په سمنګان کې اته طالب وسله وال او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
16 May 2018 - 14:56

 ایبک (پژواک،٢٦ غويى ٩٧): د سمنګان امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت د روى دواب ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې ١٨وسله والو طالبانو او څلورو امنيتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده .

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي پژواک اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو طالبانو تېره ورځ په روى دواب ولسوالۍ کې د سرخ قلعه سيمې د پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه وکړل.

 نوموړي وويل چې وسله والو له بېلابېلو سيمو ددغه بريد لپاره طالبان راټول کړي وو چې په دې جګړه کې د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال محمد علم مخلص په ګډون اته وسله وال طالبان وول شول.

دده په خبره، په دې جګړه کې چې پنځه ساعته يې دوام درلود، لس طالبان ټپيان شوي او دوه يې امنيتي ځواکونو نيولي دي.

د نوموړي په وينا،په دې جګړه کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 ده زياته کړه چې څو سيمې هم دولتي ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.  

 د سمنګان د ولايتي شورا غړي قاضي نقیب الله تاتار وويل:(( د روى دواب خلک د طالب منلو روحيه نه لري، په دې جګړه کې زيات شمېر ولسي پاڅون کوونکو د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او د وسله والو طالبانو پرضد وجنګېدل.))

وسله والو طالبانو که څه هم د روى دواب د جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې څو پوستې يې نيولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.