ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي

په فراه کې د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي

author avatar
16 May 2018 - 13:42
په فراه کې د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي
author avatar
16 May 2018 - 13:42

فراه (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): د فراه په وروستيو نښتو کې ځينو ودانيو ته سخت زيان رسېدلى، ١٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي. 

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو وړمه شپه شاوخوا دوه بجې د فراه پر ښار بريد وکړ. وړمه شپه، تېره ورځ او د تېرې شپې په لومړيو کې په دغه ښار کې د سپکو او درنو وسلو سختې نښتې روانې وې چې د دولت له لوري له هوايي ځواک څخه هم په کې کار اخيستل کېده.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د ښار په بېلابېلو سيمو کې بريدونه وکړل، خو د بريدونو تمرکز يې د فراه ښار پر درېيمې امنيتي حوزې، د دغه ولايت د ملي امنيت پر رياست او امنيه قوماندانۍ و.

عيني شاهدان وايي چې طالبانو د فراه ښار درېيمه امنيتي حوزه نيولې وه، خو دولتي سرچينې دغه څرګندونې نه مني او طالبان ادعا کوي چې د ملي امنيت رياست او امنيه قومانداني يې هم نيولي وو.

طالبانو تېره شپه له دغه ښار څخه شاتګ کړى، دا مهال هلته وضعيت ارام دى او ځينې هټۍ هم پرانستل شوي، خو ښار لا هم پوځي بڼه لري او په بېلابېلو برخو کې يې دولتي ځواکونه تر سترګو کېږي.

مالي زيانونه

د پژواک خبريال ليدلي چې په دغو نښتو کې د فراه ښار ځينو هټيو ته زيانونه اوښتي، يو رستورانت سوځېدلى، د کرنې او وترنرۍ انستيتيوت ډېرې خونې ويجاړې شوي، د برېښنا امريت اداري خونې سوځېدلي، د ملي امنيت رياست درې برجونه زيانمن شوي، د فراه د دارالمعلمين ځينې او د فراه د دويم نمبر ښوونځي دوه خونې سوځېدلي دي.

مرګ ژوبله

دولتي چارواکي ٥٠٠ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، وايي چې شاوخوا ٣٥ دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او لس ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش دعوه کوي چې د فراه په يادو نښتو کې ٣٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠٠ نور ټپيان دي.

ده د ټولو دولتي امنيتي ارګانونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په دغو نښتو کې د ملي اردو ١١ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

خو د فراه والي عبدالبصير سالنګي رسنيو ته ويلي چې په دغو نښتو کې له دولتي ځواکونو څخه ٢٥ کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.