ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د دشت ارچي د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته

حکومت د دشت ارچي د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته

author avatar
16 May 2018 - 16:27
حکومت د دشت ارچي د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته
author avatar
16 May 2018 - 16:27

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): ولسمشر غني وايي چې حکومت په دشت ارچي کې د وروستي هوایي برید له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې افغان ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ماشومانو په ګډون لسکونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د همدې پېښې په تړاو ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کندوز له یو شمېر مشرانو، دیني علماوو او د دشت ارچي ولسوالۍ د قربانيانو د کورنيو له غړو سره وکتل.

په پیل کې فرید احمد کاکړ، مولوي نصرالله اخندزاده، شیخ ممتازالله اغا، محمد ظریف، حمید کاکړ، حاجي بسم الله، مولوي عبدالبصیر، ملا اختر محمد او عبدالودود د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوى وويل چې د سولې پلویان دي، تل يې پر ملکي وګړو، سپېڅلو ځایونو او عامه تاسیساتو بریدونه غندلي دي.

یادو ویناوالو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه عمریه دارالعلوم د هوایي برید په اړه چې له امله یې ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي و وژل شول معلومات ورکړل او زياته يې کړه  په راتلونکي کې د دغه شان پېښو د مخنیوي، د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره دې له عاملینو سره قانوني چلند وشي.

وروسته ولسمشر غني وويل چې په روغتون کې د دغه برید د ټپي ماشومانو له لیدو وروسته يې په هماغه شپه دفاع وزیر ته په هوایي بریدونو کې د لا دقت او د دغه شان پېښو د مخنیوي لارښوونه کړې ده.

د هېواد ولسمشر وویل، د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي؛ ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دا دی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شوو تېروتنو له امله بښنه غواړي.

ولسمشر یو ځل بیا پر سوله او د نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ولس رول مهم وباله او له علماوو یې وغوښتل چې په هېواد کې د روانې فتنې او دسیسو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، د فتنه ګرو او خوارجو طریقه د اسلامي اصولو پر اساس د منلو وړ نه ده.

غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې د ملکي قربانیانو له کورنیو سره دې لا زیاته مرسته وشي.

هغه زیاته کړه، حکومت به  پر یادې مدرسې سربېره د شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.