د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست خلک: حکومت دې د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي کړي

د خوست خلک: حکومت دې د نوم لیکنې مرکزونو امنیت خوندي کړي

May 16, 2018 - 11:56

خوست ښار (پژواک، ۲۶ غويی ۹۷): د خوست يو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو امنيت خوندي کړي.

په دغه ولايت کې د نوم ليکنې ۵۱ مرکزونه دي چې ټول پرانيستي، خو د خلکو په وينا کله ناکله پر دغو مرکزونو احتمالي بريدونه، نه يواځې د خلکو ژوند ګواښي، بلکې د نوم ليکنې پروسه هم ټکنۍ کوي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي نورالدين پژواک اژانس ته وويل، له دې امله چې د نوم ليکنې زياتره مرکزونه په ښوونځيو او جوماتونو کې دي، حکومت بايد خپل تدابير نور هم سخت کړي.

نوموړي وويل: ((حکومت په جوماتونو او ښوونځيو کې مرکزونه جوړ کړي، خلک بايد نومونه ثبت کړي، خو امنيت يې بايد ونيسي، خلک غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د خوست ښار په يوه جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز بمي چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، خلک د نوم ليکنې مرکزونو ته په ډاډه زړه نه شي تللی.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی خان بادشاه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، د دې لپاره چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې خلک پراخ ګډون وکړي، د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت دې په ښه ډول تامين کړي.

هغه زياته کړه: ((کانديدان حق لري چې موږ رايه ورکړو او موږ دا حق لرو چې يوه مناسب کس ته رايه وکړو، خو دا به هغه وخت ښه وي او ډېر خلک به په کې ګډون وکړي چې امنيت يې ښه خوندي شي.))

په افغانستان کې د رايې ورکوونکو ډېری مرکزونه په عامه ځايونو، په ځانګړي ډول جوماتونو او ښوونځيو کې جوړ شوي او د امنيتي ګواښونو له امله یې خلک اندېښمن کړي دي.

د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه ارګوني پژواک اژانس ته وويل چې له جوماتونو او ښوونځيو يې د نوم ليکنې مرکزونو د را ايستلو او د امنيت د لا تامين لپاره د مرکزي دولت لارښوونې ته منتظر دي.

هغه وويل: ((که چېرې يې له کابل نه موږ ته صلاحيت راکړ، موږ به دغه مرکزونه په هغو ځايونو کې فعال کړو چې د خلکو تګ راتګ هم اسانه وي او جومات او ښوونځی هم نه وي.))

په ورته وخت کې د خوست د امنيې قواماندانۍ د امنيت مرستيال سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د نوم ليکنې مرکزونو د امنيت په اړه شته اندېښنې ومنلې خو ويې ويل چې د يادو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره يې پر ځانګړي پلان کار کړی دی.

نوموړي وويل: ((زموږ ولس او امنيتي ځواکونه هېڅ وخت خپل مورال نه بايلي، انشاالله دا انتخابات به کېږي، د نوم ليکنې پروسه به روانه وي او د دښمن شوم اعمال به شنډ شي.))

د يادونې ده، په خوست کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ۱۹۲ مرکزونه شته چې له دې ډلې ۵۱ يې د ولايت په مرکز او پاتې نور يې په ولسواليو کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking