شهرکندوز(پژواک،٢٦ غويى٩٧): د ولسمشر د فرمان په اساس،د کندوز ولايت له محبس څخه ٦٣بنديان خوشې شول .
د کندوز د استېناف څارنوالۍ رييس محمد عارف مبشر نن په يوې خبري ناسته کې وويل چې د مجاهدينو د بريا د ٢٦ کاليزې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې،دغه بنديان خوشې شول.
مبشر وويل چې ددغو بنديانو له يوه ترپنځو کلونو پورې د بند موده پاتې وه چې پاتې موده د ولسمشر د فرمان په اساس عفوه شوه .
هغه وويل:(( تاسو پوهيږئ چې ولسمشر په لويې څارنوالۍ باور لري او نن تاسو د ٦٣بنديانو د خوشې کېدو شاهدان وئ .))
دده په خبره، چې ننني خوشې شوي بنديان د بېلابېلو جرمونو له امله بنديان شوي وو.
هغه له بنديانو وغوښتل چې له دې وروسته بيا جرم ته مخه نه کړي چې بيا يې ازادي سلب نه شي.
يوه خوشې شوي بندي حميد وويل چې د وسلې د قاچاق په جرم بندي شوى و او له دې وروسته به بيا جرم ته مخه نه کړي.
بل خوشې شوي بندي سید محمد وويل چې د وسلې د انتقال په جرم بندي شوى و او له حکومت يې مننه وکړه چې خوشې يې کړ.
د کندوز د محبس مدير ډګروال محمد ناصرپژواک ته وويل چې په دې زندان کې قانون حاکم دى او بنديان د فرمانونو له ګټې برخمن کيږي .
دده په خبره ، چې په دغه زندان کې د ١٤ښځو په ګډون ٤٥٠تنه بنديان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن