کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): ملګرو ملتونو د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي جګړه ودروي.
دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما مشر تداميچي ياماموتو د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو په خپل پيغام کې کړې ده.
ټاکل شوې ده سبا پنجشنبې د افغانستان په ګډون په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې د روژې مياشت پیل شي.
د يوناما مشر ويلي: ((دا چې د روژې مبارکه میاشت پیلېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب غواړم خپلې نیکې پیرزوینې په هېواد او بهر کې ټولو افغانانو ته وړاندې کړم.))
هغه زياته کړې، راتلونکې څو اوونۍ به د افغانانو لپاره د عبادت، تفکر او پر هغو کسانو د شفقت ځانګړی وخت وي چې په هېواد کې د اوږدمهاله جګړې له امله زیانمن شوي دي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې د روژې میاشت به د افغانستان د خلکو لپاره داسې یو فرصت برابر کړي چې له یو بل سره نږدې شي او په سوله ییزه توګه واټنونه لرې کړي.
د يوناما مشر د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړى، څو دې دیني مسوولیت ته درناوی وکړي او جګړه ودروي.
هغه زياته کړې، ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره سولې، ثبات او هوساینې ته د رسېدو په لاره کې خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.
تداميچي ټولو افغانانو ته د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله مبارکي هم ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن