فراه (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): وسله وال طالبان نن سهار وختي د فراه له ښاره ايستل شوي، دا مهال هلته وضعيت ارام دى او ځينو خلکو خپلې هټۍ هم پرانيستې دي.
د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو وړمه شپه شاوخوا دوه بجې د فراه پر ښار بريد وکړ چې نن سهار تر شاوخوا څلورو بجو يې دوام درلود.
د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د ښار په بېلابېلو سيمو کې بريدونه وکړل، خو د بريدونو تمرکز يې د فراه ښار پر درېيمې امنيتي حوزې، د دغه ولايت د ملي امنيت پر رياست او امنيې قوماندانۍ و.
د راپورونو له مخې، طالبانو د فراه ښار درېيمه امنيتي حوزه نيولې وه.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې طالبان د فراه له ښاره ايستل شوي او دا مهال هلته وضعيت ارام دى.
د فراه ښار يوه اوسېدونکي عبدالله هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان نن سهار وختي (شاوخوا څلور بجې) له ښاره وتلي دي.
هغه وويل چې دا مهال د فراه اوسېدونکو په ښار کې تګ راتګ پيل کړى او ځينې هټۍ هم پرانيستل شوې دي.
د فراه ښار په نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره شمېرې نه دي ترلاسه شوې او په ښار کې ځينو ودانيو ته هم زيانونه اوښتي چې په اړه به يې پژواک وروسته بشپړ راپور خپور کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن