د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فراه کې د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي

په فراه کې د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي

May 16, 2018 - 13:42

فراه (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): د فراه په وروستيو نښتو کې ځينو ودانيو ته سخت زيان رسېدلى، ١٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي. 

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو وړمه شپه شاوخوا دوه بجې د فراه پر ښار بريد وکړ. وړمه شپه، تېره ورځ او د تېرې شپې په لومړيو کې په دغه ښار کې د سپکو او درنو وسلو سختې نښتې روانې وې چې د دولت له لوري له هوايي ځواک څخه هم په کې کار اخيستل کېده.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د ښار په بېلابېلو سيمو کې بريدونه وکړل، خو د بريدونو تمرکز يې د فراه ښار پر درېيمې امنيتي حوزې، د دغه ولايت د ملي امنيت پر رياست او امنيه قوماندانۍ و.

عيني شاهدان وايي چې طالبانو د فراه ښار درېيمه امنيتي حوزه نيولې وه، خو دولتي سرچينې دغه څرګندونې نه مني او طالبان ادعا کوي چې د ملي امنيت رياست او امنيه قومانداني يې هم نيولي وو.

طالبانو تېره شپه له دغه ښار څخه شاتګ کړى، دا مهال هلته وضعيت ارام دى او ځينې هټۍ هم پرانستل شوي، خو ښار لا هم پوځي بڼه لري او په بېلابېلو برخو کې يې دولتي ځواکونه تر سترګو کېږي.

مالي زيانونه

د پژواک خبريال ليدلي چې په دغو نښتو کې د فراه ښار ځينو هټيو ته زيانونه اوښتي، يو رستورانت سوځېدلى، د کرنې او وترنرۍ انستيتيوت ډېرې خونې ويجاړې شوي، د برېښنا امريت اداري خونې سوځېدلي، د ملي امنيت رياست درې برجونه زيانمن شوي، د فراه د دارالمعلمين ځينې او د فراه د دويم نمبر ښوونځي دوه خونې سوځېدلي دي.

مرګ ژوبله

دولتي چارواکي ٥٠٠ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، وايي چې شاوخوا ٣٥ دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او لس ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش دعوه کوي چې د فراه په يادو نښتو کې ٣٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠٠ نور ټپيان دي.

ده د ټولو دولتي امنيتي ارګانونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په دغو نښتو کې د ملي اردو ١١ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

خو د فراه والي عبدالبصير سالنګي رسنيو ته ويلي چې په دغو نښتو کې له دولتي ځواکونو څخه ٢٥ کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د دولتي ځواکونو په وژل شويو کسانو کې د فراه ښار د درېيمې امنيتي حوزې امر عبدالواحد خان او په ټپيانو کې يې د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرازق شېرازد هم شامل دي.

د فراه امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد بيا وايي چې د نښتو پر مهال لس ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د ولايتي روغتون يوې سرچينې تېره ورځ پژواک ته ويلي و چې د دوو ښځو او درېيو نارينه وو په ګډون پنځه ټپي شوي ملکي وګړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي د دولتي چارواکو څرګندونې ردوي او وايي چې په دغو نښتو کې ٩ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

هغه ادعا کوي چې په دغو بريدونو کې د دولتي ځواکونو ٦٣ تنه وژل شوي دي.

دى وايي چې طالبان تېر ماښام د فراه له ښار څخه وتلي او د دوى په بريدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement