ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: افغانستان ته د یوه ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګورو

چین: افغانستان ته د یوه ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګورو

author avatar
16 May 2018 - 16:33
چین: افغانستان ته د یوه ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګورو
author avatar
16 May 2018 - 16:33

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): په کابل کې د چين سفير وايي، افغانستان ته د يو ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او هېڅکله يې په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د چين سفير لي و جيوسانګ Liu Jinsong  دغه څرګندونې د غويي په ٢٦مه د افغان خبريالانو له هغې ډلې سره په خبرو کې کړې دي چې په دې وروستيو کې يې چين ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه چې هېواد يې افغانستان ته د دوست ګاونډي هېواد په توګه ګوري او چمتو دى چې په بېلابېلو برخو کې له دغه هېواد سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي چين ته د افغان خبريالانو سفر ګټور وباله او زياته يې کړه چې له دې سره د دواړو هېوادونو خلک او حکومتونه نږدې کېږي.

هغه وويل چې افغان خبريالانو د چين له هغو سيمو ليدنه کړې چې ډېر پرمختګونه په کې شوي، خو په چين کې اوس هم تر ٣٠ ميليونه زيات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوى هڅه کوي چې دا ستونزه هم هواره کړي.

د چين سفير وايي چې په سينکيانګ ولايت کې هم د سخت دريځۍ، افراطيت او نا امنيو له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او حکومت يې تل هڅه کړې ده چې دا هر څه کنټرول کړي.

ليو جيوسانګ زياته کړه، سره له دې چې چين ډېر پرمختګونه کړي، خو يو له شمېر کورنيو ننګونو سره هم مخ دي، خو بيا هم غواړي چې له خپلو ګاونډيو سره ښې اړيکې ولري او ورسره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د هغه په وينا، چېن هېڅکله د هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل يې د افغانستان مذهبي، کلتوري او ټولنيزو مسايلو ته درناوى لرلى دى.

د چين سفير وايي، که څه هم افغانستان يو کوچنى هېواد دى، خو دوى ورته د متقابل احترام په پار د يو ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګوري.

ليو جيوسانګ هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې راتلونکې پارلماني ټاکنې په ښه توګه د امنيت په فضا کې ترسره شي.

د هغه په وينا، د روانې مياشتې په وروستيو کې په بيجينګ کې د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه جوړېږي، دغه راز راتلونکې مياشت د سيمه ييزو همکاريو سازمان شانګهاى سرمشريزه غونډه هم جوړېږي چې په کې افغان ولسمشر هم ګډون کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.