مزارشريف (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧) د بلخ د والي د خور زوی په مزارشريف ښار کې د يوې نجلۍ له خوا وژل شوى دى.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د مزارشریف ښار په څلورمه حوزه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو کس وژل شوى، خو دا نه ده معلومه چې وژل شوى کس څوک او د چا له خوا وژل شوى دى.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي چې وژل شوى کس سيف الدين نومېده، د والي اسحق رهګزر خوريى و او د يوې نجلۍ له خوا وژل شوى دى.
نوموړي په دې اړه چې دا پېښه څه ډول رامنځته شوې، په اړه معلومات ورنه کړل او ويې ويل چې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن