ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د درېيو ولسواليو د خلکو تحصن څلورمې ورځې ته وغځېد

د پکتيکا د درېيو ولسواليو د خلکو تحصن څلورمې ورځې ته وغځېد

author avatar
17 May 2018 - 15:03
د پکتيکا د درېيو ولسواليو د خلکو تحصن څلورمې ورځې ته وغځېد
author avatar
17 May 2018 - 15:03

ښرنه (پژواک، ٢٧ غويى ٩٧): د پکتيکا د درېيو ولسواليو قومي مشرانو، ځوانانو او د ولايتي شورا څو تنو غړو د ولايت په دروازه کې د تحصن د خېمې درول څلورمې ورځې ته وغځېدل او ګډونوال يې وايي، ترڅو چې د يادو ولسواليو لاره خلاصه شوې نه وي او د امنيت تضمين يې نه وي شوی، دوی به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

د تحصن د خېمې ګډونوال خان کټوازي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا د وړممۍ، وازيخوا او تروې ولسوالۍ نه يواځې دا چې تر سخت امنيتي تهديد لاندې دي، بلکې په دې ولسواليو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، که په روانه يوه مياشت کې دې ولسواليو ته افغان دولت جدي پاملرنه ونه کړي او د پکتيکا هغه ځواکونه چې په نورو ولايتونو کې دندې تر سره کوي، بېرته دې ولايت ته ستانه نه شي، دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د ده په خبره، په دې ولسواليو کې ځينې کړۍ غواړي قومي جوړښتونه تخريب کړي، قومي مشران په نښه کړي او د پاکستانيو ملېشو لاسوهني ته زمينه برابره کړي، ترڅو په يادو سرحدي سيمو کې هم تاسيسات جوړ کړي او په خلکو د خپل هېواد شناختي کارتونه ووېشي.

يو بل ګډونوال طلا خاورين وايي، په وړممۍ، وازيخوا او تروې ولسواليو کې د پاکستان له لوري مزاييل هم را ويشتل کېږي، خو څوک دغه اواز نه اوچتوي.

دى زياتوي: ((له يوې خوا د خوراکي توکو بيې دومره لوړې شوي چې خلک يې د اخيستلو توان نه لري، د پټرولو يو ليتر به ٣٠٠ کلدارو (١٧١ افغانيو) پلورل کېږي؛ بل پلو خلک بېکاره دي، ورسره خوا کې له درېيو لورو ورباندې لارې تړل شوي چې ولسونه يې په بد حالت کې ژوند تېروي.))

د دې تحصن يو بل برخه وال نظرمحمد منظم بيا وايي، د يادو ولسواليو اوسېدونکي ټول له دولت سره ولاړ دي او د پکتيکا په هره ولسوالۍ کې د دې درېيو ولسواليو اوسېدونکي په نظامي ليکو کې دندې تر سره کوي، خو بيا هم دولت ورته پاملرنه نه کوي.

هغه زياته کړه، په هر ولسوالۍ کې چې د دې ولسوالۍ پوليس ووژل شي، يوه يا دوه او له دې زياتې ورځې د هوايي الوتنې د نه برابرېدو له امله په سيمه کې پاتې وي، ځکه يادو ولسواليو ته غځېدلې لارې بندې دي.

ده وويل، د دولت وسله وال مخالفين نه يواځې دا چې پوليس په نښه کوي، بلکې اوس پلان لري چې قومي مشران په نښه کړي او دغه ولسوالۍ لاسته راوړي.

دى زياتوي، د روژې مبارکې شپې او ورځې په دې خېمه کې تېروي، نو ځکه دې دولت ورته مناسب تصميم ونيسي او ستونزې دې دې هوارې کړي.

بل پلو د پکتيکا د والي وياند محمد رحمان اياز پژواک ته وويل چې د يادو درې واړو ولسواليو اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ دي او ولايتي ادارې هم تر خپله وسه کار کړی او دغه غږ يې پورته کړی دى.

ده زياته کړه، د يادو سيمو لپاره وسله پکتیکا ته رسېدلې، ۳۰۰ کسان روزل شوي او هغه مهال به دغه کسان خپلو دندو ته ولېږل شي چې د ګواشتې په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره پوستې جوړې شي چې د پوستو تر جوړېدو بايد هلته عمليات وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.