ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه ښار کې تېره شپه سخته جګړه شوې

فراه ښار کې تېره شپه سخته جګړه شوې

author avatar
17 May 2018 - 09:35
فراه ښار کې تېره شپه سخته جګړه شوې
author avatar
17 May 2018 - 09:35

فراه (پژواک، ۲۷ غويى ٩٧): د فراه ځايي اوسېدونکي او مسوولين وايي، تېره شپه د فراه ښار يو ځل بيا تر سختو بريدونو لاندې راغى او تردې دمه د يوه ملکي وګړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو درې شپې مخکې د فراه پر ښار بريد وکړ. د بريد په شپه، وړمه ورځ او د وړمې شپې په لومړيو کې په دغه ښار کې د سپکو او درنو وسلو سختې نښتې روانې وې چې د دولت له لوري له هوايي ځواک څخه هم په کې کار اخيستل کېده.

عيني شاهدانو ويلي وو چې طالبانو د فراه ښار درېيمه امنيتي حوزه نيولې وه، خو دولتي سرچينو دغه څرګندونې نه منله او طالبانو ادعا کړې وه، چې د ملي امنيت رياست او امنيه قومانداني يې هم نيولي وو.

طالبانو وړمه شپه له دغه ښار څخه شاتګ کړى وو او تېره ورځ هلته وضعيت ارام و، خو ښار لا هم پوځي بڼه لرله او په بېلابېلو برخو کې يې دولتي ځواکونه تر سترګو کېدل.

خو تېره شپه يو ځل بيا وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بريد وکړ او د ځايي اوسېدونکو په وينا، د تېرې شپې بريد تر پخواني بريد ډېر شديد وو او هوايي ځواکونو هم درنې بمبارۍ وکړې.

د فراه ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي محمد سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کابو لس بجې بيا د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوه او  تر سهار يې دوام وکړ.

هغه وويل: "طالبانو يو ځل بيا خپل بريدونه چې په کورونو کې پټ شوي وو، پيل کړل، جګړه تر ډېره پر امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت شهري مديريت او درېيمې حوزې ته نږدې روانه وه، جګړه ډېر شديده وه، هوايي بريدونه هم ډېر زيات وو؛ زموږ په ګډون ګڼې کورنۍ له دې سيمې وتلو ته اړې شوې."

دی وايي، د نن سهار په اووه بجو جګړه درېدلې ده، خو چورلکې په هوا کې ګرځي.

د فراه د ولايتي شورا غړي داد الله قانع وايي، تېره شپه يو ځل درنه جګړه پيل شوې او تر سهار يې دوام درلود  چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى دی.

دی زياتوي، دا مهال (د سهار اته بجې) جګړه درېدلې او ټول ښار تړلی دی.

له بلې خوا، د فراه امنيه قومندان د دې ولايت خلکو ته د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د دې ښار د تصفيه کولو ډاډ ورکړ.

نوموړي دغه خبرې نن له پژواک اژانس سره په خبرو کې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.