کابل (پژواک، ۲۷ غويي ۹۷): د پوهنې وزارت په فراه کې د شته شديدو امنيتي اندېښنو او د زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د خونديتوب په موخه ټول ښوونځي او ښوونيز مراکز رخصت کړل.
وسله والو طالبانو درې شپې مخکې د فراه پر ښار بريد وکړ او تر وړمې شپې يې دوام وکړ او د ملکي وګړو په ګډون سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. طالبانو وړمه شپه له دغه ښار څخه شاتګ کړى وو او تېره ورځ هلته وضعيت ارام و، خو ښار لا هم پوځي بڼه لرله.
خو تېره شپه يو ځل بيا وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بريد وکړ او د ځايي اوسېدونکو په وينا، د تېرې شپې بريد تر پخواني بريد ډېر شديد وو او هوايي ځواکونو هم درنې بمبارۍ وکړې او نن ورځ ښار تړلی دی.
نو دې ناامنيو ته په کتو، د پوهنې وزارت په دې ولايت کې ښوونځي او ښوونيز مراکز رخصت کړي دي
د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت په فراه کې د شته شديدو امنيتي اندېښنو او د زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د خونديتوب په موخه د دې ولايت ښوونځي او ښوونيز مراکز د شرايطو تر ښه کېدو پورې رخصت اعلانوي.
سرچينه زياتوي، د فراه د پوهنې رياست ته هدايت ورکول شوى، چې د امنيتي ستونزو تر پا ته رسېدو او له مرکزه تر بل هدايت پورې (د روژې تر پايه) درسونه او ازموينې وځنډوي او کله چې شرايط مساعد شي، د تعليمي مراکزو دروازې دې بېرته پرانيزي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن