پلخمري (پژواک، ٢٨ غويى ٩٧): د بغلان امنيتي چارواکي وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په پیل شوو عملياتو کې پرمختګ کړی دى.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي د غویي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو له وړم ماښام راهیسې د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه عملیات پیل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو په دې جګړه کې د طالبانو مهم سنګرونه له منځه وړي او د ولسوالۍ د ودانۍ پر لور يې پرمختګ کړى دى.
رضايي وویل چې د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د باميان ولايت له لوري هم عمليات پيل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د هاوان یوې مرمۍ لګېدو له امله د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.
دغه راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع هم د تاله و برفک ولسوالۍ په شتر جنګل سیمه کې د سختې جګړې پخلی کوي او زیاتوي چې افغان ځواکونه توانېدلي د ولسوالۍ د مقام پر لور پرمختګ وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د يو ډله ييز بريد په ترڅ کې د تاله برفک ولسوالۍ ونيوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن