ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اجرستان ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

د غزني اجرستان ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

author avatar
18 May 2018 - 11:22
د غزني اجرستان ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده
author avatar
18 May 2018 - 11:22

غزني ښار (پژواک، ٢٨ غويى ٩٧): د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله يې تر اوسه ١٣ سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د اجرستان ولسوال حمدالله د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ١٣ امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

نوموړی زياتوي: ((جګړه اوس هم روانه ده، زموږ اړيکه له پوستو سره پرې شوې، که موږ ته مرستندوی ځواکونه ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.))

ولسوال وايي چې څو ځلې يې له امنيتي مسوولينو سره اړيکې نيولې خو تر اوسه مرسته ورته نه ده رسېدلې.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((طالبان خلکو ته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکوي، هر څوک چې بيرون ته ووځي، نو ډزې پرې کوي.))

دى هم وايي چې طالبانو څو پوستې نيولې او د نورو د نيولو لپاره جګړه روانه ده.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د اجرستان ولسوالۍ ټولې پوستې طالبانو نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پر مهال ٢٢ دولتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي او څلور طالبان هم ټپيان شوي دي.

د احمدي په وينا، يواځې د قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ پاتې دي چې هغه به هم ډېر ژر ونيول شي.

اجرستان د غزني له یوه نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې تر ډېره مرکزي حکومت ورته پاملرنه نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.