میمنه (پژواک، ۲۸ غویی ۹۷): د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې پلاوی وايي چې د ملي دفاع وزارت د هوا له لارې د دوی په لېږدولو کې ناغېړي کوي او دغه کار لامل کېدای شي چې د کانکور ازموینه له مخکې ټاکل شوي مهالوېش سره سمه وا نه خیستل شي.
په فاریاب کې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې پلاوي مشر سید روضت الله مجید پژواک خبري اژانس ته وویل، د کانکور ازموینې اخیستو ۴۰ کسیز پلاوی چې تېر اوونۍ د فاریاب مرکز میمنې ښار ته راغلی، بلخ ولایت ته د بېرته ګرځېدو په تمه دی خو د دفاع وزارت او د فاریاب ولایت رهبري د دوی په انتقال کې بې پروايي کوي.
نوموړي د دې تر څنګ چې د لارې د نا امنۍ او الوتکې نه شتون له امله دوه ورځې په اندخوی ولسوالۍ کې پاتې شول، زیاته کړه، اوس چې څلور ورځې د ازموینې له اخیستو تېرې شوې، په تمه دي چې د ملي دفاع وزارت او د فاریاب ولایت چارواکي مزارشریف ته د دوی د لېږدولو زمینه برابره کړي.
هغه وویل: ((د دفاع وزارت د هوا خرابوالی پلمه کوي، ځنډ په کې راولي، په داسې حال کې چې د میمنې په هوايي ډګر کې الوتکې په اسانۍ کښېني، دلته تر پلان شپږ ورځې ډېر پاتې شوو، په بېلابېلو ولایتونو کې د کانکور ازموینه روانه ده، خو که په هر ولایت کې یوه اوونۍ ډېر پاتې شو د ۱۳۹۷ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان ته په زیان ورسېږي.))
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې پلاوي مشر له اړوندو مسوولینو وغوښتل څو د دوی د لېږد په برخه کې جدي پاملرنه وکړي څو د کانکور ازموینې په برخه کې د وزارت په پلان کې خنډ او خنډ رامنځته نه شي.
د فاریاب پوهنتون سرپرست فیروز ازبیک کریمي وویل چې د میمنې- مزارشریف لویه لار نا امنه ده او دغه پلاوی نه شي کولی د ځمکې له لارې سفر وکړي.
خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش وايي چې په دې برخه کې د فاریاب د لوا له قوماندانۍ سره خبرې کوي څو مزار شریف ته د یاد پلاوي په لېږدولو کې همکاري وکړي.
د هغه په خبره، د هېوادولو د امنیت لپاره د ملي دفاع وزارت له ټولو امکاناتو استفاده کېږي او د دغه وزارت الوتکې هم چې شمېر یې کافي نه دی، د جګړې په لیکو کې بوختې دي.
هغه څرګنده کړه، کله چې یو پلاوی د یوې ادارې له خوا د یوه ماموریت لپاره ګومارل کېږي، د هغه ټول اړخونه لکه خوراک، انتقال او د اوسېدو ځای په نظر کې نیول کېږي، خو ښايي دغه پلاوی له هغو استفاده ونه کړي او غواړي له یوه ولایته بل ته وړیا ولېږدول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن