ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د سېلابونو له امله ٩تنه مړه شوي

بلخ کې د سېلابونو له امله ٩تنه مړه شوي

author avatar
19 May 2018 - 12:21
بلخ کې د سېلابونو له امله ٩تنه مړه شوي
author avatar
19 May 2018 - 12:21

مزار شريف (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧) : ځايي چارواکي وايي چې د بلخ ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله ٩ تنه مړه شوي دي.

ددې ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس رحمت الله زاهد د غويي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر سختو بارانونو وروسته ددې ولايت په خُلم، شولګر، چمتال، چهارکند او شکندې ولسواليو کې سېلابونه راوتلي دي.

هغه زياته کړه چې ددې سېلابونو له امله په تېرو درېيو ورځو کې د دوو ښځو په ګډون نهه تنه مړه شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي

د نوموړي په وينا، دغه راز سېلابونو څاروي مړه کړي او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې يې هم ويجاړې کړې دي.

زاهد وايي، ډېر زيانونه په خلم ولسوالۍ کې اوښتي، چېرته چې دوه کلي په بشپړه توګه ويجاړ او سلګونه کورنۍ زيانمنې شوې دي.

د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس وويل چې ځېنو کورنيو سره لومړنۍ مرستې شوې دي، خو هغوى ډېرو او اړينو مرستو ته اړتيا لري.

د خُلم ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عيسى خان وايي چې سېلابونو يې کور ړنګ کړى او څاروي يې هم وړي دي.

هغه له حکومت څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.