ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هغه کورنۍ چې خپلې نجونې ښوونځي ته ونه لېږي جريمه به شي”

“هغه کورنۍ چې خپلې نجونې ښوونځي ته ونه لېږي جريمه به شي”

author avatar
19 May 2018 - 11:19
“هغه کورنۍ چې خپلې نجونې ښوونځي ته ونه لېږي جريمه به شي”
author avatar
19 May 2018 - 11:19

خوست ښار (پژواک،۲٩ غويى ۹۷):د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د قومي پرېکړې له مخې، هغه کورنۍ به نغدي جريمه کېږي چې خپلې نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي منډاير منګل پژواک اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه د يادې سيمې قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په يوه ګډه غونډه کړې ده.

هغه وايي، خلک پوه شوي چې له ستونزو د وتلو او پرمختګ يواځېنۍ لار د پوهې ترلاسه کول دي او هڅه کوي دا پرېکړه په جدي ډول تعقيب او پر ټولو کورنيو يې پلې کړي.

نوموړي زياته کړه:((هر هغه کورنۍ چې خپلې نجونې ښوونځي ته ونه لېږي، ددې پرېکړې پربنسټ به ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي جريمه ورکوي. موږ ټول په دې صلاح شوي يو.))

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل چې تراوسه په دې ولسوالۍ کې د نجونو ځانګړی ښوونځی نشته، خو ياده قومي پرېکړه به د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

منګل زياته کړه،دا مهال په موسی خېلو ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰۰۰ نجونې په لومړنيو ښوونځيوکې له هلکانو سره ګډې زده کړې کوي، خو په قومي پرېکړې سره به دا شمېر نږدې ۴۰۰۰ نجونو ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړ: ((د خلکو پرېکړه دا ده چې نجونې به نه يواځې تر دوولسم ټولګي زده کړې کوي، بلکې هڅه به يې دا وي چې د لوړو زده کړو په برخه کې هم ورته زمينه برابره کړي.))

په ورته وخت کې د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان پژواک اژانس ته وويل چې د موسی خېلو ولسوالۍ قومي پرېکړه به د پوهنې د پرمختيا او پراختيا په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، دوی به هڅه وکړي چې پر مرکزي ادارې سربېره د بسپنه ورکوونکو ادارو پاملرنه هم راجلب کړي، څو په ياده ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو پوره اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه زياته کړه: ((موسسات راغواړم او ورته وايم چې خلک تيار دي، ورغلی يم ورسره ناست يم، هلک او نجونې دواړه ښوونځيو ته لېږي او تعليم غواړي، خو امکانات يې نشته، امکانات ورکړئ چې زده کړې وکړي.))

اوسمهال په خوست کې په ۳۹۶ ښوونځيوکې څه باندې ۳۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې څخه يې شاوخوا ۱۲۰ زره نجونې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.