کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٧): ولسمشر غني د قران کريم د يوې حافظې د تقديرولو په مراسمو کې وويل چې د مبارکې روژې په پای کې غوره حافظان او قاریان تقدیرېږي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر د قرآن کریم حافظه سارا تقدیر کړه.
سرچينه کاږي، هغه برنامه چې په دې مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه، په پیل کې د کابل ولایت د حج او اوقافو رئیس حفیظ الله سلام خبرې وکړې او د قران عظیم الشان حافظانو او قاریانو څخه یې د جمهور رئیس د ملاتړ مننه وکړه، وې ویل، جوماتونه د دیني ارزښتونو د تبلیغ په مرکز بدل شوي او موږ هڅه کوو په جوماتونو کې د قرآن مجید د حفظ حلقې او د تجوید درسونه پیاوړي کړو.
سرچينه زياتوي، همدارنګه د قرآن شریف حافظې سارا د جمهور رئیس له تشویق مننه وکړه او هغې مدرسې او دارالقرآن ته چې نوموړې په کې درس وايي، د ولسمشر د توجه غوښتونکې شوه.
وروسته ولسمشر خبرې وکړې او سارا ته یې د قرآن کریم د حفظ له امله مبارکي وویله.
غني څرګنده کړه، د روژې مبارکې میاشتې په پای کې به د حج او اوقافو وزارت او سیمهییزه ارګانونو خپلواکې ادارې په همکارۍ غوره قاریان او حافظان تقدیر شي.
ده زیاته کړه، موږ به یوه برنامه ترتیب کړو چې وتوانېږو په ټول هېواد کې د قرانکریم د زده کړې مرکزونو سره اساسي مرستې ولرو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن