ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر وکيلانو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

يو شمېر وکيلانو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

author avatar
19 May 2018 - 16:13
يو شمېر وکيلانو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده
author avatar
19 May 2018 - 16:13

کابل (پژواک،۲۹غويی۹۷):د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان د هېواد امنيتي وضعيت داندېښنې وړ بولي او د حکومت له مشرانو غواړي چې اختلافونه دې يوې خواته کړي او خپل ډېر وخت دې پر امنيتي چارو ولګوي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي موسی خان نصرت د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د فراه امنيتي حالت ته په اشارې سره وويل:((په مرکز کې اختلافونه د ستونزو لامل شوي،تر څو چې د ملي يووالي د حکومت مشران خپل اختلافونه پای ته ونه رسوي اوسنی حالت به تغير ونه کړي.))

وسله والو طالبانو د غويي په ۲۵ مه شپه پر فراه ښار بريد وکړ او جګړه په وقفه يي توګه د غويي تر ۲۸ مې نېټې روانه وه.دواړه  لوري په دغه جګړه کې يو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د دغې جرګې يو بل غړي محمد سرور عثماني فراهي وويل:((زر کسان راځي او د فراه پر ولايت حمله کوي خو استخباراتي او کشفي بنسټونه ترې نه خبرېږي.هغه کسان چې لټي يې کړې ده بايد وپېژندل شي او ونيول شي.))

هغه زياته کړه چې د فراه ښار اوس هم تر ګواښونو لاندې دی او که له مخکې ګامونه وانه خيستل شي دا ولايت به د وسله والو مخالفينو  له لوري ونيول شي.

په دغه جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي وويل چې د  ټولنيز عدالت نه شتون او د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات په هېواد کې د ناامنۍ لامل شوي.

نوموړي د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې اختلافات پرېږدي او زيات وخت د امنيت په ټينګښت کې ولګوي.

په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه ګل رضايي په غزني کې امنيتي حالت د اندېښتې وړ بولي او وايي چې د اجرستان ولسوالي  همدا اوس د سله والو مخالفينو تر محاصرې لاندې ده.

نوموړی زياتوي:((د دغه ولايت اوسېدونکي په بې رحمۍ د وسله والو مخالفينو له لوري وژل کېږي.))

د هغه په وينا، که دولت د يادې  ولسوالۍ  امنيتي وضعيت ته پاملرنه ونه کړي دغه ولسوالي به د وسله والو مخالفينو له لوري ونيول شي.

په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني هم ورته نظر درلود او ويې ويل  چې په ملي شورا کې د غرني د خلکو استازو په تېرو دوو ورځو کې څو ځله له اميتي چارواکو  سره اړيکه نيولې خو تر اوسه په اجرستان کې له مېشتو اميتي ځواکونو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

په دغه جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي په ټول هېواد کې د امنيتي  ځواکونو مرګ ژوبله زړه بوږنونکې وبلله او ويې ويل،د دولتي مشرانو داختلافاتو له امله په هېواد کې ناامني زياته شوې او هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.