ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دسولې د خوځښت په ملاتړ د اونټاریو کاناډا میشتو افغانانو د لاریون پریکړه لیک

دسولې د خوځښت په ملاتړ د اونټاریو کاناډا میشتو افغانانو د لاریون پریکړه لیک

author avatar
20 May 2018 - 10:28
دسولې د خوځښت په ملاتړ د اونټاریو کاناډا میشتو افغانانو د لاریون پریکړه لیک
author avatar
20 May 2018 - 10:28
  1. د جګړې له ټولو خواوو څخه په کلکه غواړو چې ژر تر ژره د سولې د پیل لپاره اوربند وکړئ، ترڅو د سولې خبرې واوریدل شي.
  2. مونږ له افغان دولت، امریکا متحده ایالات، مخالفیونو اونړیواله ټولنه غواړو چې د سوله ییزو مذاکراتو له پاره شرایط چمتو کړي.
  3. مونږ د سولې لپاره په بین الافغاني خبرو او ډایلاګ باور لرو، له  دې کبله له ټولو ګاونډیانو څخه په کلکه غواړو چې زمونږ د ولس د وژلو له پاره وژونکې مداخلې بندې کړي. پریږدی چې زموږ ولس خپل مسایل پخپله  په بین الافغاني دود او دستور سره حل او فصل کړي.
  4. د جګړی دواړه اړخونه باید ملي او ولسي ګټې د خپلو د سولې دپاره د شرایطو په سر کې راولي.
  5. هېوادوال باید د هېواد دننه او په نړیواله کچه د سولې د هر قانونمند خوځښت څخه کلک ملاتړ وکړي تر څو دغه بهیر افغانستان شموله شي.
  6. مونږ له ملګروملتونو د امنیت شورا، بشري حقوقو نړیوال سازمان څخه په کلکه غواړو چې د افغان ولس د سولې غږ ملاتړ وکړي.
  7. مونږ د اسلامې هیوادونو( موتمرعالم الاسلامي) په مشرانو غږ کوو چې په افغانستان کې د جګړې په بندولو کې رغنده رول و لوبوي.
  8. د سیمي او ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د وسلو او پیسو قاچاق بند او د سولې په برخه کې دې همکاري وکړي.
  9. موږ د نړۍ له ټولو سوله غوښتونکو ولسونو، مدني نهادونو، پوهانو او په خاصه توګه له رسنیوڅخه غوښتنه کووچې زموږ د ولس د سولې د غږ په ملا تړ او پیاوړتیا کې له مونږ سره مرسته وکړي.
  10. مونږ د اونټاریو کاناډا میشت افغانان به د ولس د سولې غږ په پراختیا اوپیاوړتیا کې ترهغو دوام ورکوو ترڅو جګړه ختمه شي.

ومن الله توفیق

 

 

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.