کابل(پژواک،۳۰غويی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې د ۱۳۹۷کال ټاکنو لپاره، هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه دی او د کوچيانو د لسو او هندوانو د يوې څوکۍ لپاره ټول هېواد يوه ټاکنيزه حوزه ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رالېږل شوې، ويلي چې د ولسمشر او حکم او د ۱۳۹۷/۲/۲۶مې نټې ۸۴۸ګڼې مکتوب سره يو ځای حقوقي مشورې له مخې، د ټاکنو قانون ۳۶مې مادې حکم ته په پام سره، د وخت کموالي پر بنسټ، مشوره ورکړل شوې چې هر ولايت دې د يوې انتخاباتي حوزې په توګه وټاکل شي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د ټاکنو د قانون د توشيح په اړه د ولسمشر د ۱۳۹۵/۵/۱۱نېټې د ۱۰۵مې ګڼې فرمان دويمې مادې له لومړي بند سره سم، کمېسيون بايد په درېيو مياشتو کې د ټاکنيزو حوزو د کوچني کولو په اړه خپلې تخنيکي څېړنې وړاندې کړې وای.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې کمېسيون خپل قانوني مکلفيتونه عملي کړي او د۱۳۹۵کال په کب مياشت کې يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خپلو څېړنو راپور لېږلى دی.
د کمېسيون په وينا،د ټاکنو قانون د۳۶مې مادې له حکم سره سم بايد ټاکنيزې حوزې د ټاکنو له ترسره کېدو څخه لږ تر لږه ۱۸۰ورځې وړاندې وټاکل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر، دغه کمېسيون ته د ۱۳۹۷/۲/۲۶مې نېټې د ۸۴۸ګڼې مکتوب سره يو ځای حقوقي مشوره استولې ده چې د ټاکنو د قانون د ۳۶مې مادې حکم ته په پام سره، د وخت د کمښت پر بنسټ مشوره ورکړل شوې ده چې ټاکنيزې حوزې دې د هر ولايت يوې ټاکنيزې حوزې په توګه اجرا شي.
د ټاکنو کمېسيون ويلي چې پردې بنسټ، د ۱۳۹۷کال د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د پخوا په شان هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ده او د کوچيانو د ۱۰ څوکيو او د هندوانو او سکانو د يوې څوکۍ لپاره ټول هېواد يوه ټاکنيزه حوزه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن