ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې يو شمېر استازو له امريکا سره د امنيتي تړون پر بيا غور ټينګار وکړ

د مشرانو جرګې يو شمېر استازو له امريکا سره د امنيتي تړون پر بيا غور ټينګار وکړ

author avatar
20 May 2018 - 16:34
د مشرانو جرګې يو شمېر استازو له امريکا سره د امنيتي تړون پر بيا غور ټينګار وکړ
author avatar
20 May 2018 - 16:34

کابل(پژواک،۳۰غويی۹۷): د مشرانو جرګې يو شمېر استازو په هېواد کې د نا امنيو له ډېرېدو وروسته له امريکا او ناټو سره د افغانستان پر شويو امنيتي تړونونو د بيا غور غوښتنه وکړه.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ۲۰۱۲ کال په مې مياشت کې د ستراتېژيکو همکاريو تړون لاسليک شو.

ورپسې افغان دولت د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې په کابل کې د امريکا له سفير او په افغانستان کې د ناټو له ځانګړي استازي سره دوه نور مهم هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

دغه سند له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو او امريکا د پوځي شتون بهير مشخص کړ.

ددغو تړونونو له مخې، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جنګي ماموريت له پای ته رسېدو وروسته شاوخوا ۱۰زره امريکايي او يو شمېر د ناټو غړيو هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېدای شي.

د ناټو چارواکو په وينا، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ددوی اصلي ماموريت له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او هغوی ته د سلا مشورو ورکړه ده.

په مشرانو جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي صفي الله هاشمي وويل:" دا د پوښتنې وړده چې موږ له امريکا او ناټو سره د امنيتي تړون سره سره، بيا هم قرباني ورکوو، حتما د پردې تر شا د افغانانو پرضد کومه دسيسه شته چې بهرني ځواکونه ددښمن پر مرکزونو بريدونه نه کوي."

په دغه جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي هم ددغې جرګې غړو ته په خطاب کې وويل:" راځئ چې له امريکا سره امنيتي او ستراتېژيک تړون لغوه کړو، دغه تړونونه زموږ د بدمرغيو لامل شوي، که موږ لاس په کار نه شوو، دغه تړون لغوه نه کړو او يا يې تطبيق نه کړو، جګړه به سل کاله نور هم دوام وکړي."

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د هېواد پر امنيتي او دفاعي سياست د بيا کتنې غوښتنې ترڅنګ وويل:" څو چې پر دفاعي او امنيتي سياست بيا غور ونه کړو، موږ پر اوسني وضعيت نه شو برلاسي کېدای."

نوموړي  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې،د اوسنۍ جګړې او نا امنيو زياتېدل د پوښتنې وړ وبلل او ويې ويل چې د هېواد ملي ګټو ته په پام سره له امريکا او ناټو سره امنيتي تړون بيا کتنې ته اړتيا لري.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمداصف صديقي هم ورته نظر درلود او ويې وويل چې امريکا يا د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې وړتيا نه لري او يا نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

هغه امريکا او ناټو په هېواد کې د نا امنيو په ډېرېدو کې ګرم وبلل او زياته يې کړه چې بايد له امريکا او ناټو سره پر امنيتي تړونونو له سره غور وشي او ان که اجماع شتون ولري، لغوه دې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.