ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د سولې خېمې ګډونوالو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د پکتيا د سولې خېمې ګډونوالو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
20 May 2018 - 15:17
د پکتيا د سولې خېمې ګډونوالو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
20 May 2018 - 15:17

ګردېز (پژواک،٣٠غويى٩٧): د پکتيا د سولې خېمې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د روژې مياشتې په اوږدو کې اوربند وکړي او د سولې خبرې پيل کړي.

دوی د ننګرهار په کرکټ لوبغالي کې شوی بريد هم وغانده، د پېښې د قربانيانو روح ته يې دعا وکړه او دا يې د سولې پر سفيرانو بريد وباله.

وړمه شپه د جلال اباد ښار په يوه لوبغالي کې د څلورو چاودنو له امله اته تنه و وژل شول او ٤٥ نور ټپيان شول.

د ګردېز د خېمې يو تنظيموونکى فرید احمد تسکين له طالبانو غواړي چې سوله وکړي، څو په افغانستان کې د نورو جنګېدونکو وسله والو ډلو د فعاليت مخنيوی وشي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کومه پېښه چې په جلال اباد کې د کرکټ په لوبغالي کې شوې، هغه غندو او له وسله والو طالبانو غواړو چې نور د انسانيت او اسلاميت په خاطر افغان ولس په اور کې مه سوځوئ، تاسو سوله وکړئ چې پردي معلوم او په اسانه د افغانستان د ورانولو مخنيوی وشي.))

د سولې خېمې بل ګډونوال امير جان طالبانو ته د دولت د سولې وړانديز په دې برخه کې لوی اقدام بولي او غوښتنه کوي چې د سولې لپاره دې د باور لا ډاډمنه فضا رامنځته شي.

دى وايي چې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ، د نورو د ګټو لپاره ده او افغانانو ته په کار ده چې خپله ستونزه د خپلمنځي خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي روژه د سولې، رحمت او زغم پيغام ورکوونکې مياشت او د اوربند لپاره مناسب فرصت بولي او وايي چې ستر څښتن تعالی د خپلو بنده ګانو په ناحقه وژنه ناراضه کېږي.

ده وويل: ((طالبانو ته زموږ دا غږ دی چې د خدای په خاطر د قران په خاطر راشئ نور کېنئ، مه کورونه ړنګوئ، مه خلک شهيدان کوئ، چې دا وشو، دا بس دي، نور زموږ سره يو ځای د سولې ژوند وکړئ؛ ځکه نور مو سره جنګوي، موږ بايد خپله پوه شو او مشکل حل کړو.))

دغه راز د مدني ټولنې غړى رفيق ټينګار کوي چې تېرو تجربو ته په کتو جګړه د حل لاره نه ده او بايد د ستونزې د حل لپاره هر څه ژر خبرې اترې پيل شي.

نوموړی په نړيواله او اسلامي ټولنه نيوکه کوي چې د افغان سولې په برخه کې يې له مسووليت سره سم هڅې نه دي کړي او د دولت او وسله والو طالبانو له مشرانو غواړي چې حالاتو ته په کتو لازم عمل وکړي.

دی زياتوي: ((په دې جګړه کې د ايران، پاکستان او نورو ملکونو ګټې دي او د خپلو ګټو لپاره مو د اسلام په نوم سره جنګوي؛ جګړه تباهي ده او که خپله يې ختمه نه کړو، نو لا ډېر ځوانان، مشران او کشران به مو شهيدان شي، ميندې به مو بورې او يتيمان به مو زياتيږي. موږ له دواړو خواوو فقط سوله غواړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.