ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې سېلابونو لس کسان مړه کړي

په بدخشان کې سېلابونو لس کسان مړه کړي

author avatar
20 May 2018 - 15:04
په بدخشان کې سېلابونو لس کسان مړه کړي
author avatar
20 May 2018 - 15:04

فيض اباد(پژواک،۳۰غويی۹۷): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د سخت ورښت او سېلابونو له امله  په سلګونه جرېبه کرنيزې ځمکې تخريب او  تقريبا ۱۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دغه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې  رييس سيدعبدالله همايون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وروستيو څلورو ورځو کې د راغستان کوهستان،ياوان،يفتل پايان،شهر بزرګ،يفتل بالا،ارغنجخواه،٬ بهارک ٬ ارګو ٬ درايم ٬ کشم  او شهدا ولسواليو کې سخت ورښتونه شوي چې له امله يې سېلابونه راوتلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د سېلابونو د راوتلو له امله سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې تخريب او د اوبو لګونې ويالې يې له منځه وړې دي.

هغه زياته کړه: " له طبيعي  پېښو سره د مبارزې او خيريه بنسټونو د سروې ډلې زيانمنو شوو سيمو ته تللي تر څو د زيانونو کره شمېره څرګنده کړي او د ولايت مقام او له پېښو سره د مبارزې رياست ته يې راپور ورکړي چې د پرله پسې ورښتونو له امله لاهم د زيانونو د کره شمېر په معلومولو نه يو بريالي شوي."

همدارنګه له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس زياته کړه چې د تېرو څلورو ورځو ورښت له امله د اوسېدنې د کورونو د تخريب او د سېلابونو د راوتلو له امله  د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان  مړه شوي دي.

هغه وويل چې د مړو شوو کسانو له کورنيو سره يې ۵۰ زره افغانۍ نغده مرسته کړې د سېلابونو له امله يې کابو په ۱۰۴ زيانمنو کورنيو خوراکي توکي (اوړه،غوړي،مالګه،دال نخود)او غير غذايي مواد(د پخلنځي لوازم ،روغتيايي بستې،کمپلې،ترپال،د اوبو بوشکې او لمريزې شمسۍ) وېشل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.